کور / تازه خبرونه / د کندهار دارغستان امنیه قومندان په خپله قومنداني کې په ځان وژونکې برید کي وژل سوی

د کندهار دارغستان امنیه قومندان په خپله قومنداني کې په ځان وژونکې برید کي وژل سوی

د ارغستان امنیه قومندان سرڅارمن عبدالمناف تیره شپه په یوه ځان وژونکې برید کي وژل سوی
پر نوموړي باندي برید تیره ماخستن ۹ بجې د ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې دننه سوی
په پېښه کې ۲ نور پوليس وژل سوي او ۶ تنه هم ټپیان دي
تر اوسه پوري لا معلومه نده چي برید کونکي د پوليسو په یونیفارم کې حمله کړې ، که څنګه ؟
خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چي د پوليسو یو پلټونکی پلاوی دغي ولسوالۍ ته رسیدلی او تر تحقیقاتو وروسته به څرګنده سی چي څنګه برید کونکی تر کلکو امنیتي موانعو وروسته بیاهم د قومندانۍ دننه دا خل سوی
هاخوا وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په لېږلي تلیفوني پیغام کې ویلي چي برید يې د مصطفی په نوم یوه ملګري کړی چي ۱۸ نورو پوليسو ته يې پکښې مرګ ژوبله اړه ولې .