د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي اخري ليدنه ده

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 7th, 2014


په دې ورځو کي د انتخاباتو پر سره ناندرۍ د رايو د بيا شمېرني، د دواړو کانديدانو ترمنځ سياسي لیدنو او د نړيوالي ټولني هڅو سره – سره د اختلافاتو سره مخ دي.

تازه د اصلاحاتو او همپالني ډلي ويلي، چي د روانو ناندريو د له منځه وړلو لپاره نن ( دوشنبه ) د آخري ځل لپاره دواړه کانديد خبري سره کوي.

دا ډله خبرداری ورکوي، چي که د دواړو کانديدانو ترمنځ خبرو پايله ورنه کړه، نو په د ټاکنو په اړه به خپل وروستي دريځ روښانه کړي.

ددې ټيم يوه غړي وحید عمر وويل : ( موږ يوازي يوه ورځ هغوئ ته وخت ورکوو، که چيري په دې ورځ توافق ته ونه رسېدل، موږ خپله بريا اعلانوو او وروسته سيال ټيم پوه سو او د ټاکنو کمېسیون.)

خو د تحول او دوام ټيم غړي په دې باره کي نرم موقف لری او زیاتوي، چي سيال کانديد يې د اساسي قانون پښه اړوي.

ددې ډلي وياند طاهر زهير زياتوي : ( موږ هيله لرو، چي د دوشنبې د ورځي ناسته ښه پايله ولري، په دې ناسته کي ممکن ټول پاته مسايل حل سي او اخري پرېکړه پکښي وسي.)

که څه هم د تحول او تداوم ټيم د کانديدانو ترمنځ د اجرایيوي بست د صلاحيتونو پر سر اختلاف لري، خو د همپالني ټيم بيا نوري څرګندوني لري.

د تحول او دوام ټيم وياند وايي، چي د خبرو د مخته تګ مانع يوازي او يوازي دې پريکړې ته ده، چي اجراييوي رئيس بايد د کابينې رېيس وي.

Copyright Larawbar 2007-2024