کندهار: د افغان پوځ پياوړتيا د مخالفينو د بريدونو مخنيوی کړی دی

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 8th, 2014


په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ وايي، چي د افغان پوځ ښه روزنه او تجهيز ددې لامل سوی، چي د وسله والو مخالفينو ګڼ بریدونه په شا وتمبوي.

دا په داسي حال همدانن به کندهار کي د ملي اردو ۷۸ بريد ملان د پوځي زده کړو فارغ سول.

د ملي اردو پوځي چارواکي وايي، چي د خپلو سرتېرو د ښه روزني په مټ يې تر ټولو زيات په سرحدونو کي د مخالفینو د ځنځري بريدونو مخنيوی کړی.

د دوي په وينا، چي د ملي اردو د سرتېرو د روزني په لړۍ کي نن په ۲۹ دوره کي شاوخوا ۷۸ بريدملان فارغ او خپل دندو ته ستانه سول.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د نظامي زده کړو د مرکز مسولين وايي، چي دا هغه سربازان دي، چي وړاندي يې د ملي اردو په جزوتامونو او قطعاتو کي د سربازانو په توګه دندي ترسره کولې.

دده په وينا، چي یاد سرتېري په خپلو کارونو کي مسولیت د ښه درک له مخي څلور اوونۍ د بريدملانو په کورسونو کي د ګزمې، کمین، ښاري عمليات، د شپې د قرارګاوو ايجاد او روغتيا په برخه کي زده کړي ترسره کړي.

دا د نظامی زده کړو څخه د بريد ملان د فراغت ۲۹ دوره ده، چي پر مهال يې لسګونه سرتېري فارغيږي.

نړيواله ټولنه وايي، چي د ۲۰۱۴ کال د پيل څخه يې افغان سرتېرو ته د پوځ معياري زده کړي او د وسلو ورکړه پيل کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024