په کندهار کي نهه ملکي وګړي او سرتېري ټپيان سوي
د کندهار په دريو ولسواليو کي د جلا – جلا پيښو پر مهال د دوو ملکي وګړو په ګډون اوه د ملي اردو سرتېري ټپيان سوي دي.
دغه پېښې تېره ورځ د سړک غاړي د ماين چاودنو له امله په نېش، ډنډ او شاولیکوټ ولسواليو کي سوي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چي پر ملکي وګړو چاودنه د نېش ولسوالۍ په دره نور سيمه کي سوې ده.
هغه زياته کړې، چي هلته د ملکي وګړو ټراکټور پر ماين ختلی او په پايله کي يې دوه ملکي وګړي ټپيان سوي دي.
په همدې مهال د ملي اردو ځواکونو خبر ورکړی، چي د کندهار په شاولیکوټ او ډنډ ولسواليو کي يې د سړک غاړي ماين په چاودنو کي اووه سرتېري ټپيان سوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په يوې خبرپاڼه کي ويلي، چي پنځه سرتېري په شاولیکوټ او دوه يې په ډنډ ولسوالي کي هغه مهال په ماين چاودنو کي ټپيان سول، چي په سيمه کي يې عملیات کول.
تر اوسه ددې چاودنو مسولیت کومي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.
په همدې مهال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ګډو عملياتو پر مهال د وسله وال طالبانو څخه ګني وسلې او چاودېدونکي نيول سوي.
په دغه وسلو کي يوه دهشکه، درې کلاشينکوفونه، ۱۸۲۰ فيره د پيکا مرمۍ، ۱۵۰۰ د زيکويک مرمۍ، ۹۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰۰ فيره د کلاشینکوف مرمۍ، ۳ عرادې موټرسايکلونه، درې موټرونه او لسلګونه کېلو باروت نيولي دي.
ددې ترڅنګ د ميوند ولسوالۍ په بازار کي د چاودېدونکو ډک يو موټر سايکل کشف او شنډ سوی دی.
د کندهار د ملي امنيت ځواکونو هم ددغه ولايت په بېلا – بېلو برخو کي د استخباراتي عملياتو پرمهال اووه وسله وال نيولي، چي د دولت پر ضد يې مخامخ نښتي، ماين چاودني او نوري ترهګريزي کړني ترسره کولې.