دوه کاندیدان د ولسمشر کرزي په حضور کي ګوري
د ولسمشرۍ دواړه نوماندان به نن د ولسمشر کرزي په حضور کي خبري وکړي
داسي قوي احتمال سته چي نن « دوشنبه» مازدیګر ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په ارګ ماڼي کي د ولسمشر حامدکرزي په حضور سره وګوري
د بدلون او دوام د ټیم ویاند طاهر زهیر د دې خبر د پخلي ترڅنګ وايې،چي په دې لیدنه کی به د ولسمشر حامدکرزي دواړه مرستیالان محمد یونس قانوني او کریم خلیلي هم برخه ولري
″شاید نن مازدیګر مهال د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د دواړو مرستیالانو په حضور کې په ارګ کې سره وګوري تمه کیږي چې په دې ناسته کې دواړه کاندیدان وروستۍ پریکړې ته ورسیږي.″
په ورته وخت کي د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا هم د دې ناستي د جوړولو تاييد کوي
دی وايې هڅه به وسي،چي د ټاکنو پر سر روانو ناندریو ته به د پای ټکي کښیښودل سي،او دواړه نوماندان به یوې مثبتي پایلي ته ورسیږي
″داسې احتمال شته چې نن پنځه بجې دواړه انتخاباتي ټیمونو رهبران ممکن له ولسمشر حامد کرزي سره ګډه ناسته ولري او تر ډېره به یې اجنډا د انتخاباتو د پروسې ستونزو او مشکلاتو په اړه وي او موږ هیله لرو چې دغه ناسته به مثبته نتیجه ولري.″
باید وویل سي،چي تر دې وړاندي هم دواړو نوماندانو په خپلو کي د لیدني او کتني خبر ورکړی و،خو د نا معلومو دلايلو له امله دا کتنه وځنډېده
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايې،چي د پروسې تر بشپړېدو وروسته به د پايلو په اعلانولو کي هیڅ ځنډ ونه کړي