دزابل دمرکزي زندان بند یان دځای دنشتوالي څخه سرټکوي

احمد ولي سرحدي | اکتوبر 6th, 2014


دمرکز کلات عمومي زندان چی په سلګونه سیاسی او جنایی بندیان پکي دجرمنو له امله ژوند کوي دا مهال یی دځای دکمښت له امله زندانیان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دی. دغه زندانیان وایی ځای یی کوچني دی او دزندانیانو دزیاتوالي له امله له ستونوزو سره مخ دي ، یاد زندانیان له قضایه ارګانونو څخه هم غوښتنه کوي چی ددوي دوسیو څیړنه دي پر وخت کوي
بلخوا دزابل سرپرست او مرستیال والي محمد جان رسولیار ددغه زندانیانو سره داختر په مناسبت دمرستي پرمهال رسنیوته ومنله چی زندانیان ستونزي لري خو ژمنه کوی چی دغه ستونزوته به ډیر ژر دپاي ټکي ایږدي
دیادوني وړده چی زابل دهیواد هغه ولایت دی چی دتاوتریخوالي او جنایی جرمنو پیښی پکی ډيری دی او دغه پیښی دیوشمیر کسانو په وینا دبی کارۍ له امله رامنځ ته کیږی دسیمه خلک وایی که دولت دخلکو لپاره دکار زمینه برابره کړي نو دپیښو دګراف په ټیټوالي کی له دولت سره مرسته کوي ،

Copyright Larawbar 2007-2024