کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس احمدزي د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه

جمهور رئيس احمدزي د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي تېر ماښام د اختر په دویمه ورځ د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي له ۴۰۰ بستریز روغتون څخه د کتنې پرمهال د دغه روغتون له کارکوونکو، پوځي او ملکي ناروغانو او ټپیانو سره اختر مبارکي وکړه.
جمهور رئيس احمدزي په دې کتنه کې د امنیتي ځواکونو له ټپیانو او ملکي ناروغانو څخه د هغوی د روغتیايي حالت پوښتنه وکړه او مسوولینو ته يې هدایت ورکړ چې په دغه روغتون کې شته ستونزې راکمې او ناروغانو ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهور رئيس د روغتون مسوولینو ته وویل چې د ناروغانو د لیدلوري له مخې باید یوه بې طرفه او سراسري څېړنه وشي، ترڅو پوه شو چې ناروغان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي چې ډير ژر ورته د حل لاره ولټول شي.
جمهور رئيس احمدزي څرګنده کړه چې د دغه روغتون له کارکوونکو ملاتړ کوي خو شته ستونزې باید سره شريکې او د حل لاره ورته ولټول شي.