کور / تازه خبرونه / په پکتيکا کې د اختر دريمه ورځ پرته له کومې امنيتي پيښې څخه پای ته ورسيده

په پکتيکا کې د اختر دريمه ورځ پرته له کومې امنيتي پيښې څخه پای ته ورسيده

په پکتيکا کې د نيکمرغه لوی اختر دريمه ورځ هم پرته له کومې امنيتي پيښې د بيلابيلو دوديزو ميلو، خوښيو او ملي اتڼونو په ترسره کيدو پای ته ورسيده، خو اوسيدونکي يې بيا له نوی منتخب ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څخه په هيواد کې د تلپاتې سولې غوښتوونکي دي، پکتيکاوال وايی افغانان تر هر څه وړاندې لومړی سولې ته اړتيا لري ځکه سوله ده چې نورو پرمختګونو ته لار هواروي
د پکتيکا والي محب الله صميم د اختر په دريمه ورځ په صميم ملي لوبغالي کې ځوانانو ته د وينا پر مهال تمه وښوده چې نوی حکومت به پکتيکا ته ډيره پاملرنه وکړي، د ښاغلي صميم په وينا چې ياد ولايت اوس هم ډير کار ته اړتيا لري
دا چې نوی د ملي يووالي په نوم حکومت به د پلازمينې کابل جنوب ختيز ته پروت سرحدي ولايت پکتيکا ته څومره پام ور واړوي راتلوونکی به يې روښانه کړي