په وردګو ولايت له پاره د پروژو غوښتنه وسوه

عطاالله محمدي | اکتوبر 13th, 2014


د میدان وردګو والي په میدان ښار کې د پرمختیایي پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي په ښارونو کې د مثبت بدلون او اصلاح تر عنوان لاندې د جمهور رئیس په لارښوونه جوړ شوي دوه ورځني ورکشاب کې یاده غوښتنه وکړه.

نوموړی زیاته کړه،میدان ښار د نورو ولایتونو د ښارونو په پرتله مړ ښار بلل کیږي او د دغه ښار د ژوندې کولو په موخه د دې ولایت په مرکز کې ګڼ شمېر پرمختیایي پروژو پلي کیدو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه،دغه پرمختیایي پروژې دې د اوبو،برېښنا،سړکونو او نورو برخو کې پلي شي،ترڅو سوداګرو ته په دغه ښار کې د پانګې اچونې په موخه ښه زمینه برابره شي .

د میدان ښار ښاروال انجینرمحمود امیري هم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل په دغه ښار کې نور زیات کارونو ته اړتیا شته .

هغه زیاته کړه،اوس مهال یې د دغه ښار لپاره لمریزه برېښنا سهولت برابر کړی،د ښاروالۍ له لورې ګڼ شمېر بېلابېلې پرمختیایي پروژې پلي کړي خو د ښار لا ژوندې کولو په موخه باید په دغه ښار کې نور اساسي چارې ترسره شي .

ده زیاته کړه،هر کال د مرکزي ادارې له لورې ورته کاري پرمختیایي پلان ورکول کیږي،چې د دوی لخوا په ښه توګه پلي کیږي .

خو د میدان ښار اوسیدونکی امان الله بیا وایي ترڅو چې سوداګر په دغه ښار کې پانګونه ونکړي،هیڅکله به هم میدان ښار د یو ژوندي ښار په توګه ونه پيژندل شي .

هغه زیاته کړه، د دغه پانګونې لپاره سوداګرو ته د سهولتونو برابرول اړین دي،خو له وړاندې باید سوداګر پانګې اچونې ته زړه ښه کړي .

د جمهور رئیس په لارښوونه په ښارونو کې د بدلون او اصلاح لپاره د ټاکل شوي پلاوی مشر ملوک نیازي د خپل راتګ موخه په میدان ښار کې د اساسي بدلون رامنځته کیدل وګڼل .

هغه زیاته کړه،د ښار د ښکلا او ژوندې کولو په موخه یې د ولایت مقام،ښاروالۍ او ګڼ شمېر هټیوالو او د دغه ښار اوسیدونکو نظرونو او غوښتنې له ځان سره یاداښت کړي او د اجرائتو په موخه به یې لوړ پوړو چارواکو ته وسپاري .

Copyright Larawbar 2007-2024