كابل ښار كي پر باندنيو ځواكونو چاودنه سوې
عطاالله محمدي
چاودنه د كابل ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند سيمه كي د باندنيو ځواكونو پر كاروان سوې.
د کابل ولايت امنيه قومانداني پېښه تاييدوي او د نورو معلوماتو د ورکړي څخه ډډه کوي، د عينو شاهدانو په وينا چي چاودنه د يوه باسکل په وسيله چي د چاودېدونکو موادو څخه ډک وو رامنځ ته سوې. او يوه اولسي وګړى ئې ټپي کړى خو د باندنيانو په اړه معلومات نه لري.