لومړنۍ بې پيلوټه جنگی الوتکي دطالبانوپر مرچل حمله کړېده
ريانوستی ، د ۱۳۷۸دجوزا ۲۱ مه
ژباړونکی: حبيب الله غمخور
د ۱۳۷۸دجوزا ۲۱ مه
دانگلستان دهوايي قواودبې پيلوټه الوتکي((MQ-9 Reaper)) څخه دلومړی ځل لپاره د افغانستان په جنگی عملياتوکي استفاده وکړه .
د((Flight Global )) دادارې دراپورله مخې ددې بې پيلوټه الوتکې پوسيله چي دامريکاد((نوادا))په ښارکي دامريکادهوايي قواوو د(( کريچ ))له پوځی هډې څخه ديوې ځانگړي دستگاه پوسېله رهبري کېده په افغانستان کي ئې دطالبانوپر مرچلواوپټن ځايودلمړنی ځل لپاره هوايي عمليات ترسره کړل . تر اوسه ددې عملياتودبڼې ،وخت ،مو خي اوشمير په اړوند معلومات ندي خپاره شوي .
دانگلستان هوايي قواو د وې بې پيلوټه الوتکي ((MQ-9 Reaper)) د۲۰۰۷ م کال داکتوبر په مياشت کي تر لاسه کړې . مگر سږکال داپريل په مياشت کي يوه الوتکه دپرمځکه کښېنستلو په وخت کي له منځه ولاړه ،دريمه ((ريپر)) الوتکه به دراتلونکي کال دجولاي په مياشت کي دانگلستان هوايي قواووته ورسپارل شي . انگلستان غواړي په راتلونکي کښي دا ډول بې پيلوټه ((۱۰))الوتکې رانيسي .
MQ-9 Reaper دابې پيلوټه الوتکه چي کولاي سي (( ۲۴))ساعته پرواز وکړی ،دا بې پيلوټه الوتکه په څلورو((AGM-114 Hellfire)) توغنديواودورهبری شوو بمونو GBU-12 Paveway II سمبال سوې ده . ددې الوتکي ماشين داسي جوړشوی چې کولاي شي په يوساعت کي تر ۴۸۰کيلومتره په زيات سرعت پرواز وکړي . پاي
دژباړونکی يادونه : ممکن لوستونکي دخبر له لوستونه حيران پاته سي ،چي داخو دومره مهم خبره نده .
لومړی خو دخبر له ژباړلو نه زما موخه له ې لاري دپښتو ژبې معلوماتي پانگي پياوړتياده اوله بلې خوا غواړم دلوستونکو پام دغه ټکی اوخطر ته راواړوم ،دالومړی ځل دی چي دا ډول الوتکې دجگړې په ډگر کي ازمويل کيږي . تر ټولوبده خبره داده چې دادئ يوځل بيا زموږ دجنت پشان ښکلئ هيوادپه افغانستان کي دمېشتو بهرنيو پوځونودځمکنيو اوهوايي مډرنو وسلودازموينې لپاره ديو پليگون يا وسلودلابراتوار په ډگر بدلېږي، ددغو وسلو (توغنديواوبمونو) استعمال زموږ دهيواد پر چاپېريال ناوړه تاثير لري .
پدې هيله چې زموږ ولس دملي تعقل پر بنياد له دې غميزي نه دابد لپاره خلاص اوتل پاتې سوله تامين شي