د بالاژېړي پر امنيتي پوسته بريد سوى

عطاالله محمدي | دسمبر 13th, 2014


د کندهار په ارغسان اولسوالۍ کي د پولیسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته سوې، خو کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
جګړه د بالاژيړي پر امنيتي پوستې د وسله والو مخالفینو د بريد په پايله کي رامنځته سوې ده خو د امنيتي چارواکو په حواله چي مرګ ژوبله ئې يوه لوري ته هم نه اړولې.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024