كورنيو چارو وزارت د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ
عطاالله محمدي
د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپيان دي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کاپيسا، کندوز، کندهار، اروزګان، غزني او خوست ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
خپله وسله و الو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.