زابل: موټر بم چاودني ١٣ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول

عطاالله محمدي | جنوري 5th, 2015


په کلات کي موټربم چاودني ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د زابل په مرکز کلات کي د امنيت پر امر د موټربم درنې چاودني ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د مرکز کلات په بازار کي د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر غلام جيلاني فراهي پر موټر د هغه کور ته نژدې وسوه .
د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی وايي ، چي په پېښه کي د امنيت امر ته هيڅ زيان نه دی رسيدلی خو په ترڅ کي يې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
قوماندان زياتوي، چي د پيښي له امله ۱۱ تنه چي پنځه يي ملکي او پاتي يې نظامي دي ټپيان سوي او دوه تنه چي ملکي وګړي دي وژل سوي دي .
د زابل د روغتون سرطبيب هم روغتون ته د ور وړل سويو کسانو شمير همدوره ښيي .
دا په زابل کي تر وروستۍ نسبي ارامۍ وروسته لمړنۍ لويه چاودنه ده .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی.

Copyright Larawbar 2007-2024