عطاجان خیریه بنسټ دکمپیوټر او انګلیسي ژبې روزنیز کورس پرانیست

احمد ولي سرحدي | جنوري 11th, 2015


داچې عطاجان خیریه بنسټ پدې وروستیو کې خپل خیریه فعالیتونه ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل کړې، ورسره هم يې نن دیکشنبې په ورځ دیولړ خاصو مراسیمو په ترڅ کې داطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت دکمپیوټر او انګلیسي ژبې درې میاشتنی روزنیز کورس پرانیستی.
په یادو مراسیمو کې دولایت دمرستیال په ګډون دولایتي شورا رئیس او غړو، ښاروال ، ځوانانو ، ژورنالیستانو او دبیلابیلو ادارو مسولینو برخه اخیستلې وه.
ددې کورس دپرانیستلو په مراسیمو کې دزابل مرستیال والي ښآغلي مسعود بختور رسنیو ته دخبرو پرمهال دعطاجان خیریه بنسټ څخه دقدردانې ترڅنګ پرخلګو ږغ وکړ چې په خپلو بچیانو باندې په بیلا بیلو برخو کې زده کړې وکړې او دهغه پروینا چې دپوهنې دودې دپاره به زیاتي هلې ځلې وکړې.
پرهمدې مهال دکورس زده کوونکو دعطاجان خیریه بنسټ څخه مننه کوې چې تل يې دځوانانو دپاره دزده کړې او هغوی ته دکارزمینه برابره کړې اوهغوی دټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوې چې ځوانانو دپاره دزده کړې مرکزونه جوړکړې.
دعطاجان خیریه بنسټ مشر او دزابل دولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حق بیان وايې چې په یاد کورس کې به په ورځني ډول سلګونه زده کوونکې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې کوې او ټول مالي لګښت به يې دهغه په غاړه وي.
حق بیان مننه کوې چې داطلاعاتو او کلتور ریاست دی ددې کورس جوړولو ته اړ کړ او دهغه په خبره چې خیریه کارونه به دزابل ګوټ ګوټ ته وغځوي.
دزابل داطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالمقیم افغان هم د ولایتي شورا له ریېس او عطاجان خیریه بنسټ له مشرتابه څخه مننه کوي چې تل یې له دې ریاست سره په فرهنګي او د ځوانانو د پوهې د کچې په لوړولو کي همکاري کړې ده.
داروزنیر کورس پداسې حال کې پرانیستل کیږي چې تردې وړاندي هم عطاجان خیریه بنسټ دورزشکارانو ، ځوانانو، دپوهنتون زده کړیالانو، درسنیو داستازو اوپه نورو برخو کې زیاتې مرستې کړې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024