د کندهار ملي امنيت رياست ۴ قاچاقبران ونيول

عطاالله محمدي | جنوري 14th, 2015


د کندهار د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي، چي د کندهار ملي امنيت رياست د خپلو اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ۴ قاچاقبران نيولي.
نيول سوو قاچاقبرانو څه باندي لس کيلوګرامه نشه يي توکي (کرسټال) له کابل څخه کندهار ته انتقالول چي لاس په لاس ونيول سول.
د دغه قاچاقبران امان الله د محبوب زوی، برهان الدين د عرب زوی، جمال الدين د قربان زوی او محمد د عبدالحفيظ زوی اصلي او فعلي د تخار ولايت د لکه افګان ولسوالۍ د چهارتوت د کلي اوسېدونکي دي.
د ملي امنيت منسوبينو ياد کسان د کابل-کندهار پر لويه لار د پنځمي حوزې اړوند په نساجي کي په يوه ۳۰۳ ډوله موټر کي ونيولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024