کور / تازه خبرونه / محمدالبرادعي امريكا او اسرائيل په استعفا وګواښل

محمدالبرادعي امريكا او اسرائيل په استعفا وګواښل


د نړيوال اټومي پروګرام د څارني د سازمان مشر محمد البرادعي ګواښ كړى، چي كه هر هيوادد اټومي پروګرام د مخنيوي په بهانه پر اېران باندي يرغل وكړي، دى به له خپلي دندي استعفا وكړي.
محمدالبرادعي دا ګواښ په داسي حال كي كوي، چي پرون نيويارك ټايمز د پنټاګان او اسرائيلي چارواكو له خولې خبر وركړ، چي ښايي اسرائيل د اېران پر اټومي تاسيساتو بريد وكړي.
نيويارك ټايمز وايي د جون له اولي هفتې راهيسي د اسرائيلو ايف ۱۶ او پنځلس الوتكو په يونان او ختيځو ساحلونو كي پوځي مانورې پيل كړي، چي ګومان كېږي پر اېران د بريد خيال لري.
محمدالبرادعي په دوبۍ كي له عربي تلويزون سره په مركه كي وويل څوك چي پر اېران د پوځي بريد له لاري د دغه هيواد د اټومي پروګرام د پراختيا مخنيوى غواړي، هغه نړيوال اصول تر پښو لاندي كوي.
نوموړي وويل پر اېران د هر هيواد بريد به خورا تباهۍ له ځان سره ولري، او كه هر هيواد پر اېران بريد وكړ دى به له خپلي دندي استعفا وكړي.