غزل
څنګه چې دوبى په سپرلي پسي دي
داسي مي زړه په یو سړي پسي دي
زړه مي دیار دزړه غوښتنه کوي
غریب سړي په باچاهي پسي دي
یوازي زه نه یم چې غواړم هغه
ټول ښار په هغه لیونې پسي دي
جانانه کله به مي لاس خوشي کړي
ستادعشق درد مي په زړګې پسي دي
د زړه باچا هغي وختی ټاکلی
رقیب ناحقه په فیضي پسي دي
تاریخ/۱۳۹۳/۱۱/۱۹/
وخت دسهار۱۱بجې