دامریکا ددفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلۍ
عطاالله محمدي
د امريکا د دفاع نوى وزير اشټون کارټر په يوه ناڅاپي سفر کابل ته را غلي.
د امريکا د دفاع وزارت ویلي چی کارتر نن سهار وختي افغانستان ته رارسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې ټاکل سوي کارټر به په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبداله عبداله او نورو افغان چارواکو سره ګوري.
نوموړى د پخواني دفاع وزير چک هيګل پر ځاى ټاکل سوى او دوه ورځې مخکې يې د دفاع وزير په توګه لوړه وکړه.
هغه تر دې مخکې د دفاع وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.