ولسي جرګه:باید نور نوکاندید وزیران ژر ورمعرفي سي
عطاالله محمدي
ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې د کابیني پاته وزیران ژرترژره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې حکومت باید وړ او لایق کسان دغه جرګې ته معرفي کړي.
نوموړي وویل چي د ملي وحدت حکومت څخه د ولسي جرګې غوښتنه دا ده چې په راتلونکو نږدې ورځو کې د هغه وزارتونو لپاره چې کاندید وزیرانو یې د باور رایه نه وه اخستې نوي کسان معرفي کړي.
عرفان زیاته کړه، حکومت باید هغه کسان چې مخکې د دې جرګې له خوا رد شوي، بیا د کاندید په توګه معرفي نه کړي.
نږدې دوې میاشتې وړاندې د ولسي جرګې د ملي وحدت حکومت له خوا د ۲۵ کاندید وزیرانو له ډلې د ملي امنیت د عمومي رییس په ګډون اتو وزیرانو ته د باور رایې ورکړي خو پاته کاندیدان یې رد کړل.