دکندهارشخصي روغتونونو دښه کار پراساس مقامونه وکټل
عطاالله محمدي
تیره ورځ په ولايت مقام کي د خصوصي روغتونونو د ارزيابۍ او پياوړتيا په موخه پراخه غونډه جوړه سوې وه.
د عامي روغتيا رياست له لوري هر کال خصوصي روغتونونه ارزيابي او د مقامونو له مخي درجه بندي کيږي. سږ کال هم د کندهار ټول خصوصي روغتونونه ارزيابي سوي او د غونډي په جريان کي درجه بندي او ستاينليکونه ورکول سول.
مهمند روغتون لومړی، سيدال روغتون دوهم، الفرهاد روغتون دريم، البلال روغتون څلورم مقامونه او په دې توګه پاته نورو روغتونونو مقامونه وګټل. په غونډه کي د روغتونونو استازو ته ستاينليکونه ورکول سول او د روغتونونو د پرمختګ او د چارو د تنظيم په موخه لازمي مشورې او لارښووني وسوې.
بل خوا د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غونډي په جريان کي خبر ورکړ چي ډېر ژر به په کندهار کي د روغتيا د نړيوال سازمان په مالي لګښت د توبرکلوز يو لوی لابراتوار جوړ سي. هغه زياته کړه په دې لابراتوار کي به د زون په کچه د دې ناروغۍ تشخيص کيږي.