احمد ضیا مسعود: په کرزي مه نازېږئ، کرزي ته سپکې سپوریتبصرې

34 | جون 22nd, 2008


د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال احمدضیا مسعود په خپل دفتر کې ولسمشر کرزي ته سپکې سپوری ووېلې ، یوې باوري سرچېنې د احمدضیا مسعود له دفتره لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې څو ورځې مخکې احمد ضیا مسعود د کابل ښار د یوې حوزی امر خپل دفتر ته وروغوښت او هغه ته یې وویل چې ولې یې د جګړه مار احمد شاه مسعود عکس له خپل دفتره لری کړې او یوازی یې د ولسمشر کرزي عکس نښلولی ، ددی حوزی امر د احمد شاه مسعود عکس لری کړی وو او پرځای د یوازی د ولسمشر کرزي عکس نښلولی وو چې په حوزه کې د یوه پنجشیري ساتونکي له ګواښ سره مخ شوی وو.


 دغه پنجشیري ساتونکي په نېغه توګه احمدضیا مسعود ته شکایت کړی وو احمد ضیا مسعود د حوزی د ی مشر ته ویلي چې په کرزي مه نازیږه دامریکا او دپلاني دی څه څه کړي. بیا د احمد شاه مسعود عکس له دفتره لری نه کړی او له دی وروسته دا پنجشیری ساتونکی ستا امر دی هر امر چې کوي د سر په سترګو به یې منې ، د حوزی امر د غوښتنې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال منیر منګل هم حاضر وو د حوزی امر غوښته چې احمدضیا مسعود ته خپل ځواب ووايي خو هغه ورته ویلي که وغږید نو تر پښو لاندی به یې کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024