په پېښور کې افغان محصلينو دنوى کال جشن ونمانځه
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:دپېښور په يوه ځايي هوټل (کاسولوما )کې دپېښور ميشتو افغان محصلينو(په خېبرپښتونخواد افغان محصلينو اتحاديې) لخوا دنوى لمريز کال ١٣٩٤ په را بره کيدو چې په افغانستان کې د ((نوروز )) جشن لرغونى تاريخ لري د((نوروز )) دجشن په نامه يوه پراخه غونډه وشوه چې پکې دافغان محصلينو ، استادانو ، شاعرانو علاوه دلرې پښتونخوا اديبانو، شاعرانو او پښتونخوا داطلاعاتو کلتور پخواني وزير عوامي نيشنل گوند مرستيال ميا افتخار په ګډون زيات شمير مشرانو برخه واخيسته . دې غونډې ته دنورو ميلمنو په څېر دساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې دټاکلى وخت سره سم غونډه قاري معراج دقران پاک دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل کړه ورپسې دافغانستان ملي ترانې په اوريدو گډنوال په پوره درناوي ودرېدل دغونډې لومړى ويناوال له کويټې څخه رابلل شوى ميلمه استادصادق ژړک ؤ چې د نوى کال دجشن په اړه يې ګډونوالو ته پوره او کره معلومات وړاندې کړل ورپسې په پېښور کې دسوداگرۍ دخونې استازي (وکيل التجار) ډاکټر ميرويس يوسفزي ميلمنو ته هرکلى ووايه او هم يې په پاکستان کې دافغانانو د سوداگريزو ستونزو په حل دپاکستان له چارواکو غوښتنه وکړه ددې پر تمينې غونډى گډونوالو ته چې په دوه برخو کې وه لومړى د نوى کال په اړه معلومات او ويناوې وې او په دويمه برخه کې يې دنوى کال دخوښۍ په اړه دټنګ ټکور وه چې دلنډې وينا دپاره استاد اباسين يوسفزي ته بلنه ورکړل شوه اباسين يوسفزى دنوى کال دنوروز په اړه له وينا وروسته يو شعر ولوست چې تالار کې دګډونوالو لخوا دلاسونو په پړکا بدرګه شو داباسين يوسفزي دشعر که څه هم بشپړ مې ترلاسه نکړاى شو خو يوه دوه بيتونه يې داؤ چې ( مردان که ننګرهار دى ايلم دى که سپين غر دى زما دزړگى سر دى ) ډاکټرعالم يوسفزي دارواښاد اجمل خټک يو ولوله ايز شعر وړاندى کړددې شعر داوريدو وروسته دپاک افغان ولسي تړون پر استازۍ نثار محمد خان د نوروز دورځې په لرغونتيا بشپړې څرگندونې ورکړې چې لرغونتيا يې تر ٣٥٠٠ کالو پورې يې ورسوله هم يې براخوالو ته د ( هفت ميوې ) او سمنک ) پيژندګلوي وکړه که څه هم دغونډې وروستۍ برخه ټينګ ټکور ته ځانګړى شوې وه خو له افغانستانه رابلل شوي سندر غاړي نويد محبت دنوى کال په اړه يوه سندره وويله دسندرې په اوريدو چې دتالار دځوانانو د چکچلو په بدرگې خوښه کړاى شوه بيا سمدستي ميا افتخار حسين ته بلنه ورکړل شوه ميا افتخار حسين لومړى دافغان محصلينو لخوا دنوى کال دغونډى په جوړيدا خوښى څرګنده کړه او بيا يې وويل دهر قوم خپل تاريخ وى چې په خپلو خپلو هېوادونو کې خپلې ورځې لمانځي خو پښتون قام چې په ټوله کې يو افغانان يو دا ورځ له برو پښتنوسره په شريکه سره لمانځو او هيڅ څوک مونږ سره جلا کولى نشي دافغانانو په اړه يې داوږدې وينا په پاى کې وويل افغانان په پاکستان د کډوالو د نړيوال قانون په رڼا کې اوسيږي او په خپل هېواد کې چې ورته داوسيدا او ژوند لارې چارې برابرې شي بيا به ستنيږي ميا افتخار حسين دخپلې وينا په پاى کې وويل چې پښتون قام ته لا ستونزې په مخ کې شته بايد ټول يې په ګډه مقابله وکړو