روزګان: امنيه قوماندان مطيع الله په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو
عطاالله محمدي
مطيع الله خان يوي ښځي په ځانمرګي بريد وژلی دی .
تر ډيرو ضد او نقيصو خبرونه وروسته دا څرګنده سول ، چې د ارزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان تير ماښام د کابل په شپږمه امنتي حوزه کې د يوي ښځي له لوري د ځانمرګي بريد په تر سره کولو وژل سوی دی.
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې امنيه قوماندان په يوه کوڅه کي يوازي په پښو روان وو چي د ښځي له لوري ځانمرګی بريد پرې وسو او ووژل سو.
د نوموړي د وژني مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه واخست .
په جنوب کي تر قوماندان رازق را وروسته قوماندان مطيع الله با نفوذ نظامي کس او دوسله والو مخالفينو سخت خلاف کس وو.