حكومت ۱۶ كانديد وزيران اعلان كړل

عطاالله محمدي | مارچ 22nd, 2015


د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د نوې کابينې لپاره د ۱۶ نوماند وزيرانو نومونه د باور د رايې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور واستول.
د جمهوري رياست له ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې لانديني کسان وزارتونو ته نومول شوي. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته- هماىون رسا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته عبدالباري جهاني، د کرنې او مالدارۍ وزارت ته- اسدالله ضمىر، د سرحدونو او قبايلو وزارت ته- محمدګلاب منګل، د عامه فوايدو وزارت ته- محمود بليغ، د اقتصاد وزارت ته- عبدالستار مراد، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته- محمد الله بتاش، د پوهنې وزارت ته- اسدالله حنىف بلخي، د ښارجوړونې چارو وزارت ته- سيد سعادت منصور نادري، د عدليې وزارت ته- عبدالبصير انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته- عبدالرزاق وحيدي، د اوبو او انرژۍ وزارت ته- علي احمد عثماني د ښځو د چارو وزارت ته- مېرمن دلبر نظري، له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت ته- مېرمن سلامت عظيمي، د لوړو زدکړو وزارت ته- فريده مومند، او د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت ته- مېرمن نسرين اورياخېل معرفي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024