کور / تازه خبرونه / جمهوررئیس واشنګټن ډې سي ته و رسېد

جمهوررئیس واشنګټن ډې سي ته و رسېد

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی یې په سیمه ایز وخت پرون له غرمې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ډې سي ته و رسېد.

جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي ته یې د اندریوس په هوایي ډګرکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي دانیل فلد من، د امریکا د ملي امنیت شورا د مرستیال او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رئیس او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د چارواکو لخوا هرکلی وویل شو.

له جمهور رئیس غني سره په دغه سفرکې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.
جمهور رئیس به د پنځو ورځو له پاره په امریکا کښي چي د خپل دغه سفر په لړکي به د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره هیات سره وګوري.
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني به د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن ډې سي څخه نیویارک ته روان شي او د ملګرو ملتونو د سازمان په مقرکې به د دغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وګوري.