خاص روزګان ولسوالي له سقوط سره مخ ده.
عطاالله محمدي
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالي تر سختي محاصرې لاندي ده.
ددې ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي وايې، چي د تېري شپي د دريو بجو په شاوخوا کي په زيات شمېر وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ پر مرکز بريد پيل کړی.
هغه وايې چې تر دي مهاله دوه تنه پوليس او پنځه تنه وسله وال وژل سوي او جګړه لا په شدت سره دوام کوي.
د ولسوال په خبره، چي د جګړې پرمهال د خاص روزګان مخکنۍ ولسوال عبدالحليم چي اوس د يوې ښوونځی مدير وو هم په ډزو کي وژل سوی او وسله والو يو ښوونکی ژوندۍ له ځان سره بېولی
ولسوال وايي،چي وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته دوه کيلومتره رانژدې سوي دي او که چېري امنيتي ارګانونه مرسته ونه کړي نو دا ولسوالي به سقوط وکړي.
هغه وايي، چي امنتي سرتيري کم دي او په جګړه کي د مقامت توان نلري.