کور / تازه خبرونه / د پیل شویو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وشوه

د پیل شویو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وشوه

د میدان وردګو ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو قومي مشرانو، د دغه ولایت د سرپرست والي سره د لیدنې پر مهال د کلیو پراختیا د ثبات پروګرام له لورې د پیل شویو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د قومي مشرانو له لورې دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي،چې ټاکل شوې د را تلوونکې میاشتې په پای کې ثبات پروګرام په میدان وردګو ولایت کې د خپل فعالیت چارې په بشپړ ډول پای ته ورسوي .
په دغه لیدنه کې چې د ولایتي شورا رئیس او غړو په کې هم ګډون درلود،قومي مشر نصرت الله وویل د ثبات پروګرام د دې ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې لسګونه پروژې پیل کړي،چې د اولسونو لپاره ډېرې ګټورې دي .
هغه زیاته کړه،د ثبات پروګرام له لورې د دغه ګټورو پروژو چارې پیل شوي خو بشپړې شوي نه دي،په داسې حال کې چې د ثبات پروګرام مسؤلینو ورته خپله پاتې کارې موده یواځې یوه میاشت ښودلې ده .
قومي مشر هدایت الله غوښتنه وکړه،چې د دوی په سیمو کې دې د پیل شویو پروژو چارې بشپړې شي او په همدې موخه دې د ثبات پروګرام کاري موده وځنډول شي .
د ولایتي شورا رئیس حاجي احمدجعفري د خپلو خبرو پر مهال هم د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه او په وینا هیڅکله هم یوه مرستندویه اداره د چارو پیل کېدو وروسته خپل کارونه نیمګړي نه پریږدي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د قومي مشرانو ستونزه پر ځای وباله او ژمنه یې وکړه،چې دغه موضوع به د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت سره شریکه کړي .
ده زیاته کړه، له یاد وزارت څخه به وغواړي،چې د ثبات پروګرام لخوا د پیل شویو پروژو بودیجه ملي پیوستون پروګرام ته انتقال کړي او یا دې هم د ثبات پروګرام په کاري موده کې تر هغې زیاتوالی راولي،ترڅو چې پیل شويو پروژو چارې نه وي بشپړې شوې .