د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې (۳)
مکمل غېر سېاسي : اېا زمونږ اوسنی حال خو همداسي نه دئ؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
پرله پسې…. ۳ مه برخه
د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې (۲)
شپه وه ، ناجي په خپلې کمره کې د خپلو دوو باوري سترو قومندانانو سره ېوځاې د شرابو بوتل په لاس ناست و ، دوه نڅونکي نجونې د موسېقۍ په نرم او ملاېم اوازا سره په مستۍ راغلې وې او د مارانو په څېر ېې په جادو کونکي توګه نڅاوې کولې ، دهغوې پر پښو کې ګنګرو نه و ، دهغوې په جسمونو همدومره کالې و چې د هغوې سترېې پټولاې شو. په دې نڅا کې د خمار کېدو اغېزو.
دروازه چي دننه راغې او د ناجي په غوږ کې ېې څه ووېل ، ناجي به چې کله د شرابو او نڅا په محفل کې محوه و نو هېچا بېا دهغې د اخلال کولو چرآت نه شواې کولاې ، ، ېواځې دروازه چي ته معلومه وه چې هغه به څه ډول ضرورې کار وې چې دهغې په خاطر ناجي د عېش او عشرت د محفل څخه پورته کېږي او که نه هغې ددننه د ورتللو جرآ ت هم نه شواې کولاې، دهغې دخبرې په اورېدو سره سم ناجي بېرون ووت ، د روازه چي هغه ېوې بلې کمرې ته ېوړ، هلته په سوډاني لباس کې پټ ېو د پوځ عمر سړې ناست و، دهغې سره ېوه ځوانه نجلۍ هم وه ، د ناجي په کتلو سره هغه دخپله ځاېه پورته شوه ، ناجي د هغې دڅهرې او قد په کتلو سره هک پک پاته شو ، هغه دښځو ښکاري و ، هغه ته ښځې ېواځې دخپلې عېاشۍ له پاره نه په کارېدې ، دهغوې څخه ېې نور نور کارونه هم اخستل ، دهغوې له ډلې څخه ېو کار دا هم و چې هغې به ډېرې ښاېسته او چالاکه نجوني د امېرانو او وزېرانو،د په خپل موټې کې د نېولو په خاطر د هغوي د بلېک مېل (Black mail ) کولو له پاره استعمالولې، ددې تر څنګ ېې د جاسوسۍ د کارونو له پاره هم د همدې نجونو څخه کار اخېست. لکه څنګه چې ېو قصاب دځناورو په کتلو سره په دې پوهېږې چې په دې کې څومره غوښه شته ، په همدې ترتېب ناجي هم د نجلۍ په کتلو سره دا اندازه کولاې شوه چې دا د کوم کار له پاره مناسبه ده، نجونې به ډېر وخت د بېوپارېانو او انسان پلورونکو له خوا ناجي ته دمال او شتمنۍ د لاسته راوړو په خاطر را وړل کېدې .
دا سړې هم دهمغسې بپارېانو په څېر و ، هغه د نجلۍ په هکله ووېل چې تجربه لرونکې ده ، نڅا هم کولاې شي او تېږي د خپلې ژبې د زهرو په واسطه په اوبو بدلولاې شي. ناجي دهغې سره تفصېلي خبرې اترې وکړې ، هغه ددې فن ډېر ماهر انسان و ، هغه د خپلې لورې ددې نجلۍ څخه ازموېنه واخسته ، او دا نظر ېې ورکړ چې دکوم کار له پاره چې هغه دا نجلۍ تېارول غواړي دهغې د ترسره کولو له پاره دې ته د لږ څه روزنې اړتېا ده ، د نجلۍ د پلورنکي سره سودا وکړل شوه، هغه خپل قېمت تر لاسه کړ او ولاړ . ناجي دغه نجلۍ خپلې هغې کمرې ته ېوړه چې دده دوه نور و ملګرو په کې د نڅا او شرابو په مستۍ کې زړونه له لاسه ورکړي و ، هغه نجلۍ ته د نڅا کولو امر وکړ ، کله چي نجلۍ د خپله ځانه خپله چغه لرې کړه نو د جسم ټولې لوړې ژورې ېې را برسېره شوې . ناجي او دهغې ملګري بې هوشه شانته شول ، په دې وخت کې د هغې نورو دواړو ګډېدونکو نجونو رنګونه هم تک ژېړ شول ، ځکه د هغې نوې نجلۍ تر مخ د دوې ارزښت را کم شوې و .
ناجي په همدې وخت کې محفل رخصت کړ ، خلک ېې ټول ووېستل او دا نجلۍ ېې له خپله ځانه سره کښېنوله ، دنوم پو ښتنه ېې ترې وکړه ، هغې ورته ېې وېل «ذکوېې»، ناجي ور ته ووېل « ذکوېې ! ستا هغه پلورونکې ماته ووېل چې ته تېږه په اوبو بدلولاې شې ، زه به ستا دا کمال ګورم »
«هغه تېږه څوک دې ؟» ذکوېې ترې و پو ښتل.
«د مصر نوې امېر !»ناجي ځواب ورکړ. « هغه دفوځ ستر سالار هم دې »
«صلاح الدېن اېوبي ؟ » ذکوېې ترې و پوښتل.
«هو! صلاح الدېن اېوبي!» ناجي ځواب ورکړ . که چېرې ته هغه په اوبو بدل کړې نوزه به دهغې د جسم د وزن په اندازه طلا ستا په قدمونو کې کېږدم . »
«هغه خو به شراب څښي ؟»
«نه !» ناجي ځواب ورکړ ، « د شرابو ، ښځو ، سندرو او نڅا او تفرېح څخه هغه همدومره کرکه لرې لکه ېو مسلمان ېې چې د خنزېر د غوښي څخه لري »
«ما اورېدلې و چې تا سره د نجونو داسې ېو طلسم شته چې د نېل رواني درولاې شي » ذکوېې ورته ووېل « اېا هغه طلسم بېکاره شوې دې ؟»
« ماتر اوسه پورې هغه نه دې ازمېښت کړې » ناجي ورته ووېل « دا کار ېواځې ته کولاې شې ، زه به د صلاح الدېن اېوبي د عادتونو په هکله تاته ډېر څه وواېم »
«اېا ته هغه ته زهر ورکول غواړې ؟»ذکوېې ترې و پوښتل .
«اوس نه !»ناجي ځواب ورکړ .«زه د هغې سره کومه دښمنې نه لرم ، زه ېواځې همدومره غواړم چې هغه ېو ځل دستا په څېر د ېوې نجلۍ په جال کې را و نخلوم ، او بېا هغه زه له خپله ځانه سره ېوځاې کښېنوم او شراب پرې و څښم ،که چېرې د هغې وژل مې غوښتلې نو دا کار ما د حشېشېن په واسطه په اسانۍ سره تر سره کولاې شو.
« ېعنې ته د هغې سره دښمنې نه ، بلکه دوستي کول غواړې !» ذکوېې ترې په ډېر ادب سره وپوښتل ، د ذکوېې څخه د دومره سترې خبرې په اورېدو سره ناجي لږڅه ځنډ وکړ، او بېا ېې نجلۍ ته وکتل ، او له ځانه سره ېې ووېل چې دا خو زما له آنده هم ډېره زېاته ذهېنه و ختله .
«هو ذکوېې ! » ناجي دهغې په نرمو زلفو باندې لاس را ښکود او وېې وېل «زه دهغې سره دوستي کول غواړم . داسې دوستي ، چې هغه زما هم پېاله او هم ناستې شې . مخته زه پو هېږم چې دهغه څخه څه ډول کار و اخلم . » ناجي د لږ څه فکر کولو وروسته بېا ووېل « لېکن زه تاته دا وېل هم اړېن ګڼم چې د صلاح الدېن اېوبي په لاسو کې ېو جادو هم شته ، که چېرې ستا په ښاېست او ادآو باندې دهغې جادو و خېژي نو بېا به زه تا ژوندۍ پرې نه ږدم . که چېرې تا ماته دوکه راکړه ، نو بېا د ېوې ورځې څخه زېاته ژوندۍ نه شې پاته کېداې . صلاح الدېن اېوبي به هم تا ته د مرګ څخه خلاصون در نشي کړاې ، په دې خاطر ما له تاسره د زړه د خلاصه خبرې وکړې ،او که نه زما د رتبي او حېثیت انسان د ېوې داسې ځان پلورنکي ښځې سره ، هغه هم په خپلې لمړنۍ لېدنې کتنې کې داسې خبرې هېڅکله هم نه کوي.»
«دا به تاته را تلونکې وخت و ښئې چې څوک چاته دوکه ورکوې ، » ذکوېې ورته ووېل « ماته دا وواېاست چې زه به څه ډول تر صلاح الدېن اېوبي پورې ور ورسېږم.»
«زه هغه ېوه جشن ته را بولم ، » ناجي ورته ووېل « هغه هملته د شپې له ځانه سره ساتم ، او تا دهغې د خوب ځاې ته ور ننه باسم ، ما ته د همدې موخو له پاره دلته را بللې ېې .» « مخته زه پوهېږم او کار مې »
*****(۵)
هغه شپه هم تېره شو او بېا پسې نورې شپې هم تېرېدې ، صلاح الدېن اېوبي په انتظامې کارونو او د نوي فوځ په تېارولوکې دومره مشغول و چې د ناجي د بلنې له پاره ېې وخت نه شو وېستلاې ، علي بن سفېان چې د ناجي په هکله هغه ته کوم راپور ورکړې و د هغې څخه هغه ته اندېښنه پېدا شوې وه ، هغه علي ته ووېل « نو ددې مطلب خو داشو چې دا وګړې د صلېبېانو څخه هم ډېر خطرناک دې »
«دا ېو مار دې چې د مصر امارت ېې په خپل لستوڼې کې پالي .» علي بن سفېان د ناجي د تخرېبي کارونو تفصېل هغه ته وړاندې کړ ، او داېې ورته په ډاګه کړه چې هغې په کوموکومو ډولو ، کوم کوم وګړي په خپل لاسو کې اخستي دي، او په څه ډول د دولت په امورو کې خپله اراده چلوي ، او بېا ېې ووېل « او هغه سوډاني لښکر چې داېې سالار دې ، هغوي زمونږ پر ځاې د همغې وفاداره دي . اېا دې ته کوم علاج پېدا کولې شې ؟»
«ېواځې پېداکولې نه ، » صلاح الدېن اېوبي ځواب ورکړ ، «علاج مې ېې پېل کړې هم دې . هغه عسکر چې د مصر څخه په عسکري خدمت کې اخستل کېږي ، هغوي به په همدې سوډاني ساتونکو کې ورګډ کړم ، بېا به دا فوځ نه سوډاني وي اونه مصري ، د ناجي دا ځواک به خپور او زمونږ په فوځ کې به ورجذب کړل شي ، ناجي به زه د هغې په صحېح ځاې کې کښېنوم . »
«او زه دا هم په ډاډمنه توګه وېلاې شم ، چې هغې د صلېبېانو سره هم تارونه ځغلولي دي .» علي بن سفېان ورته ووېل «ته غواړي اسلامې امت د ېوه ځواکمن مرکز په درلودلو سره پراختېا و مومي ، خو ناجي ستا دغه خوب د لېونېانو خوب ګڼي ،»
« ته په دې لړ کې څه کولې شې ؟»
«دا ماته پرېږده ، علي بن سفېان ورته ځواب ورکړ. « هر هغه څه چې زه ېې کوم ، تاته به ېې په همغه وخت کې خبر درکوم. ته ډاډه اوسه ، ما دهغې په چاپېریال کې د جاسوسانو ېو داسې دېوال جوړ کړې دې چې د غوږونه یې هم شته او سترګې یې هم . دا دېوال ېو خوځنده او متحرک دېوال دې، داسې وانګېره چې هغه ما دخپلو جاسوسانو په قلعه کې بندي کړې دې»
صلاح الدېن اېوبي په علي بن سفېان باندې دومره باوري و چې دهغې څخه ېې په دې هکله نوره پوښتنه هم ونکړه ، او نه ېې تر ې تفصېل و غوښت ، علي ترې و پوښتل « داسې برېښي چې هغه تاته په جشن کې د ګډون کولو بلنه درکوي ، که چېرې دا خبره درسته وي ،نو دهغې بلنه هغه وخت و منه ، چې کله ېې زه درته وواېم »
اېوبي پورته شو او خپل لاس ېې په ملا کښېښود او سوکه سوکه راون شو ، دهغه دخولې څخه د «آه » اواز پورته شو ، ودرېد او وېې وېل « بن سفېانه ! ژوند او مرګ د الله په لاسو کې دې ، اېا د بې هدفه ژوند څخه دا ښه نه و چې انسان د پېداېښت سره سم بېرته مړ کېداې ، کله کله دا فکر را ته په مغزو کې را ګرځي ، چې شاېد هغه خلک به دډېر ښه نصېب خاوندان وې چې قومي احساس ېې مړ شوې وي،دکوم کردار خاوندان هم نه وي او په ډېرو مزو او چړچو سره ژوند وکړې او بېا په راغلې مرګ په خپله نرمه بستره و مري .»
«نه ! درونده امېره ! دا بدنصېبه دې » علي ورته ووېل .
«هو ! بن سفېانه !» صلاح الدېن اېوبي ورته ووېل «زه چې کله هغوې ته د ښه نصېب خاوندان واېم نو معلومه نه ده چې دا خبره ماته څوک په غوږو کې کوي چې تا راته وکړه ؟ خو فکر کوم چې که ما د تارېخ څنډه په دې اړخ را و نه ګرځوله نو اسلامي امت به خپور شي او د غرونو په وادېو ،ځنګلونو ، دښتو او صحراګانو کې به ورک او له منځه ولاړ شي. زه چې وېنم د ملت خلافت په درې برخو وېشل شوې دې ، امېران خپله خوښه حاکموې ، او د صلېبېانو د لاس الې ګرځېدلي دي ، ماته دا وېره هم را په زړه کېږي چې که چېرې مسلمانان ژوندي هم اوسي نو بېا به هم تل د صلېبېانو د لاس الې او دهغوې غلامان وي ، هغوي به پدې خوښ هم وي چې ژوندي دي ، خو د قوم په څېر هغوې مړه شوي دي. لږڅه نقشې ته ځېر وکړه علي! په تېره نېماېې پېړۍ کې ووېنه چې زمونږ د سلطنت نقشه څومره خوړل شوې ده .» هغه چپ پاته شو ، سر ېې ټېټ کړ او خوځاوه ېې . بېا ودرېد او سر ته ېې ټکان ورکړ او علي بن سفېان ته ېې و کتل « کله چې تباهي د داخل څخه را پورته کېږي ،نو بېا دهغې درول محال ګرځي ، که چېرې زمونږ د امارتونو اوخلافت همدا حال وي نو بېا خو صلېبېانو ته پر مونږ د ېرغل کولو اړتېا نه پېښېږي، هغه اور چې مونږ په کې خپل اېمان ، خپل کردار او خپل قومېت سوځوو ، په هغې به صلېبېان سوکه سوکه تېل ور اچوې ، د هغوې سازشونه به مونږ په خپل منځي جنګونو اخته کوي …. شاېد چې زه خپل عزم پوره نه شم کړاې . زه شاېد د صلېبېانو څخه ماتې هم وخورم ، خو زه د خپل قوم په نوم ېو صېت پرېږدم او هغه دا چې[ په هېڅ کافر باندې هېڅکله هم باور و نکړئ ، که دهغوې پرخلاف جنګېدل وې نو تر هغې و جنګېږئ چې و مرئ ، د هېڅ کافر او نامسلمانه سره تړون او معاهده ونکړئ،]»
«ستا وینا داسې ډاګېزه کوي چې ته د خپل عزم څخه ماېوسه شوې ېې.»علي بن سفېان ورته ووېل .
«ماېوسه نه ېم ،» صلاح الدېن اېوبي ورته ووېل ، «جذباتي ……… علي !زما دا ېو حکم اړوندې څانګې ته ور سوه ، چې عسکرې خدمت ته دخلکو را جذبول تېز کړئ او هڅه وکړئ چې د فوځ له پاره ډېر زېات داسې وګړې چې د جنګ تجربه ولري تر لاسه کړئ ، زمونږ په لاس کې د عسکري روزنې له پاره ډېر زېات وخت نه شته ، عسکري خدمت ته د راتلونکو له پاره دهغوې مسلماني ېو اړېن شرط کېږدئ ، او ته دخپل ځان له پاره دا په ذهن کې و ساته چې د جاسوسانو داسې ېوه ډله تېاره کړه چې ددښمن په سېمه کې نه ېواځې د جاسوسۍ کارونه تر سره کړي بلکه هلته دشپې له اړخه غلچکې ېرغلونه هم تر سره کولاې شي . دا به د سرتېرو ېوه ډله وي ، هغوې ته ځانګړې روزنه ورکړه ، په هغوې کې دا صفتونه را پېدا کړه چې د اوښ په څېر د ډېر وخت له پاره دتندې زغم ولري ، دهغوې سترګې د باز په څېر تېزې وي ، او د صحراېي ګېدړې په څېر مکاري ولري ،او په دښمن د زمري په څېر د ېرغل کولو توان ولري ، د زړه ورتېا او ځواک خاوندان وي ، په هغوې کې د شرابو ، حشېشو او ……عادت نه وې او د ښځو له پاره هغوې د واورې په څېر ېخ وي …. بهرتي تېزه کړه ابن سفېانه ! … او ېاد لره چې زه د هجوم قاېل نه ېم ، ماته د جنګجوېانو اړتېا ده ،که څه هم شمېره ېې لږه وي ، خو قومي جذبه ولري او زما عزم باندې پوه وې ، دهېچا په زړه کې دا شک نه وې چې هغه ولې جنګول کېږې .
نوربېا..