کور / تازه خبرونه / کابل: مکروريانو ته نژدې موټربم بريد وسو

کابل: مکروريانو ته نژدې موټربم بريد وسو

نن ماپښين د کابل نهمې حوزې مکروريانو ته نژدې د امريكايانو د موټر تېرېدلو پر وخت د موټر بم بريد وسو چي په دې بريد کي د يوې بهرنۍ او يوې افغان مېرمني په ګډون ٦ کسان وژل سوي، ٦٦ کسان زخميان او نژدې ودانيو تيريدونكو موټرو ته زيان اوښتی دی.ځيني سرچينې وايي چي په بريد کي درې کسه امريکان هم وژل سويدي.

طالبانو په دې پېښه کي لاس لرل رد کړل، طالب وياند تر پېښي څو ساعته وروسته اعلان وکړ چي نننئ بريد په دوی پوري اړه نلري.