له مستربین څخه يې میرمنې په ضرب د 65 ثانیو کې طلاق واخیست
د وتلي اداکار او کومیډن میسټر بین میرمن، سونترا له ښاغلي بین څخه تر ۲۴ کاله ګډ ژوند وروسته د رواني نومبر میاشتې په ۱۰ مه جلا شوه.
د ښاغلي بین میرمن پر نوموړي تور پورې کړ، چې له هغې سره یې ناسم چلند کړی، او د خپل عمر نیمايې له هغې څخه جلا په کومیډي فعالیتونو تیر کړی دی. نوموړې میرمن په لندن کې یوې محکمې ته عارضه شوه، او د سمدستي طلاق غوښتنه يې وکړه.
محکمې هم خپله پریکړه په یوه دقیقه او ۵ ثانیو کې اعلان کړه، او میرمن سونترا يې له ښاغلي بین څخه جلا کړه. د محکمې د پریکړې پر وخت میستر بین حاضر نه وه.
ددې جوړې د جلاکیدو د اصلي علت په اړه ډير جزیات نه دې ورکړل شو.
د فامیلي حقونو د ادري مشر، اندریو نیوبوري “ناسم چلند” د خاوند او میرمن ترمنځ د جلاوالي اصل عامل بولي. هغه وايي، چې په ناسم چلند کې، (( د میرمنې ډير خبري؛ د خاوند بې پروايي او نه غوږ نیول، او د ملګرو سره په صحرا ډیرې شپې تیرول)) راځي.
اوس د میستربین میرمن حق لري، چې تر شپږو اوونیو پورې خپله عرض پاڼه بیرته واخلي؛ کنه محکمه به په رسمي ډول ددوې شتمني او هر څه ددوې ترمنځ وویشي