پکتيا : چورلکې بيړنی ناسته کړي

23 | جون 28th, 2008


 د شنبې په ورځ لس بجې د پکتيا ولايت په وازي ځدارڼو ولسوالۍ کې د ايتلاف ځواکونو چورلکې بيړنۍ ناسته کړي .
د پکتيا ولايت د والي وياند روح الله سمون لراوبر  ته وويل چې د وزې ځدارڼو په ولسوالۍ کې د ايتلاف ځواکونو چورلکې بيړنۍ ناسته کړي چې له امله يې يو تن افغان ژباړونکی  ټپي شوی .
سمون وايي چې چورلکه  دخرابې هوا له امله ديته اړشوي مخکې لدې چې خپل تم ځای ته ورسيږي ناسته وکړي  .
نوموړی زياتوي چې ټپي شوی افغان ژباړن د تداوی لپاره بګرام هوايي اډې ته وړل شوی او روغتيا يي حالات يې د ډاډ وړ دی .
د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته ويلي چې چورلکه د دوی له لخوا په زيکويو باندې ويشتل شوي او ټول کسان پکې وژل شوی .


د يو بل خبر له مخې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزيو په سيمه کې ايتلاف ځواکونو په موټرباندې  د سړک د غاړې ماين چاودنه شوي چې له امله يې د ايتلاف ځواکونو  يو تن سرتيری ټپي شوی .
ديادې پيښې په تړاو روح الله سموون وويل چې پيښه غرمه ١٢بجې  د ايتلاف قواو په موټر پسې هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړي ځواکونه په سيمه کې په ګزمه بوخت ول .
سمون زياته کړه چې په پيښه کې د ځواکونو موټر هم لږ څه ويجاړ شوی او خو بل چاته پکې زيان ندی ريسدلی .

Copyright Larawbar 2007-2024