کور / تازه خبرونه / مسعود : پاکستاني پوځ مو پر ضد پرله پسې له پوځي ځواکه…

مسعود : پاکستاني پوځ مو پر ضد پرله پسې له پوځي ځواکه…

په وزيرستان کې د ځايي وسله والو طالبانو مشر بيت الله مسعود  د شنبې په ورځ ويلي دي  دى چې له پاکستاني چارواکو سره  خپلې خبرې پاي ته رسوي  .  بيت الله مسعود ويلي دي چې د سولې دغه دريځ ته ځکه دپاي ټکى  ږدي چې پاکستاني پوځ د دوى په  ضد پر له پسې له پوځي ځواکه کار اخلي .


دا څرگندونې په داسې وخت کې شوي چې پاکستاني پوځ پېښور ته نژدې په خيبر دره کې د اورپکو پر ضد عمليات پيل کړي دي .  رپوټونه وايي  چې پاکستاني پوځ خيبر درې ته تلونکې لويه لار تړلې او په غرونو کې يې د اورپکو مورچلې په توپونو ويشتي دي . د بيت الله مسعود له وسله والو طالبانو سره د پاکستان دنوي  حکومت د سولې خبرو اترو او تړونونو لويديځ او کابل اندېښمن کړى و . په دې وروستيو کې نړيوالې ټولنې او امريکا  په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره دپاکستان حکومت په خبرو اترو انديښنه ښودلي او ويلې  چې د دغو تړونونو له امله د افغانستان په ختيځ کې په  افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونه ډير شوي دي . وزيرستان ته ورڅيرمه د افغانستان د خوست او پکتيکا واليانو هم څو ځلي ادعا وکړه چې په وزيرستان کې د پاکستاني مقاماتو او ځايي طالبانو د سولې تر تړون وروسته پر دوى بريدونه ډير شوي دي چې له پولې پورې غاړه  طالبان پکې برخه اخلي .


داسي رپوټونه هم خپاره سوي چي په باجوړ كي پوليټكل چارواكو اضطراري حالت اعلان كړى و او په رغتونونو كي يې د پېښېدونكي جګړه كي د ټپيانو دپاره تيارى نيولى و.