کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښه؛ نو څوک تروریسټان دي ؟

ښه؛ نو څوک تروریسټان دي ؟

نن په فلسطین کی د اسراییلی دولت د جوړښت شپیته کاله پوره سول. فلسطین په منځنی ختیح کی هغه لرغونی آسیایی هیواد دﺉ چی د درو عمده کتابی مذهبونو ( لکه یهودیت، عیسویت او اسلام ) زانګو بلل کیږی. په لرغونې زمانه کی دلته درې لوی او مشهور توکمونه اوسیدلی چی هغه کنعانیان، فلسطینیان او عبرانیان دي. د وروستۍ زریزی راهیسی د دې هیواد نوم فلسطین او اوسیدونکي یې هم فلسطینیان دي. خو هغه په ۱۹۴۸ کی د یوې خطرناکی او مرموزی استعماری پروژې له مخی د « اسراییل » په نوم سره بدل سو او تر نن ورځی د صهیونیسټی یهودانو تر اشغال لاندی دﺉ. اسراییل هغه یرغلګر، متعصب او صهیونیسټی دولت دﺉ چی د انګلستان او امریکا په طاقت یی د ۱۹۴۸ د مې پر ۱۴ فلسطین ونیو. دغه دولت د څلورو لویو تروریسټی سازمانونو ( لکه ارګون ، شترن ګانګ ، هاګانا ، پالماچ ) لخوا تشکیل سو او د نوموړو جوړښتونونو مشران وروسته د اسراییلو لومړني صدراعظمان او لوړ دولتی چارواکی سول ( لکه حییم وایزمین ، میناخیم بیګن ، بنګوریین ، ګولدامایر، ابایبان ….) 


د اسراییلو دولت د یهودو په نوم او د یهودو لپاره جوړ سو چی په سلګونو زره ځایی فلسطینیان یی مړه ، ترور، او فراره کړل. د هغوی مځکی، او جایداد یی ترې ضبط کړل. په ملیونونو فلسطینیان یی هم تبعید او له هیواده وشړل.


فلسطین په ۱۹۴۸ کی یعنی د اسراییلی دولت د اعلان پر مهال فقط ۵۰٪ یهودان لرل او پاتی نیمایی یې فلسطینیان وو. وروسته یی د فلسطینیانو د وژلو، شړلو او ترورولو په نتیجه کی د هغوی سلنه ۴۷ ته راټیټه کړه. په ۱۹۶۰ لسیزه کی د اروپا او آسیا څخه د سلګونو زرو یهودو په ور لیږلو سره د یهودو شمیر ۷۰٪ ته جګ سو چی نن ۸۰٪ سلنه یهودان او صرف ۲۰٪ هم فلسطینیان دي.


په ۱۹۴۸ کی د اسراییلی دولت تر زوکړي وروسته د نړۍ د ټولو یهودانو شمیر یوولس ملیونه او درې لکه نفره و، چی د دې شمیر صرف ۵٫۷٪ په دغه نوي جوړ سوي « هیواد » کی اوسېدل. په ۱۹۱۸ کی د فلسطین د یهودو تناسب اته په سلو کی، په ۱۹۲۲ کی ۱۲٪ ، په ۱۹۳۱ کی ۱۷٪ ، په ۱۹۴۴ کی ۳۱٪ ، په ۱۹۴۸ کی ( چی فلسطین په اسراییلو سره واوښت ) دا تناسب ۵۳٪ ته جګ سو. په ۱۹۶۷ کی ۶۷٪ ته ورسېد او نن هلته ۸۰٪ یهودان او ۲۰٪ هم فلسطینیان اوسیږی.


اسراییل هغه سوغات دﺉ چی انګلستان او امریکا « نړیوال صهیونیسټی جوړښتون » ته چی مشر یی حییم وایزمن و، اهدأ کړ. دغه سړﺉ چی د روسیې اوسیدونکی او د انګلستان متابعت یی قبول کړﺉ و، وروسته د اسراییلو لومړنی ولسمشر سو.


د اسراییلو دولت په ترور سره جوړ سوﺉ، په ترور سره پاییدلی او په ترور سره چلیدلی دﺉ. که د نمونې په توګه صرف تیر اته (۸) کلونه مدنظر ونیسو نو د اسراییلی وحشت او دهشت شپېته کاله به ښه ترا راته ثابت شی :


اسراییلی پوځ د کال ۲۰۰۰ راهیسی ۵۵۵۰ فلسطینیان ( سړي، ښځی او کوچنیان ) وژلي دي ، ۵۱۷۶۰ کسان یی هم ټپیان کړي او ۱۱۰۰۰۰ یی هم بندیان کړي دي . لدې نه علاوه، د اسراییلی ملکي کسانو ( یعنی اشغالی اوسېدونکو) لخوا هم ۳۹۱ فلسطینی ښځی وژل سوي ، ۱۸۰ ناروغان د پوځی پوستو مخته ورته مړه سوي دي ، او ۸۸ نور هم د وهلو ټکولو پذریعه وژل سوی دي. همدا راز ۴۹ طبی پرسونل، ۱۵ خبر یالان او ۲۸۰ هم بندري کسان وژل سوی دي. څه ناڅه ۶۹۹ عام المنفعه ودانۍ ورانی کړل سوي، ۹۲۴۳۷ کورونه نړول سوي دي. اتلس فلسطینی مکتبونه او پوهنتونونه تړل سوي، ۳۷۱ ښوونځی په توپونو ویشتل سوي، او۸۳ نور مکتبونه هم پوځی پوستې سوي دي. همدا راز، ۱۴۵۷۲۸۹۶ ونی له ریښو کښل سوي، ۹۸۴ مغازې ورانی کړل سوي ، ۱۶۵۴۹ د مچیو صندوقونه ( یعنی فارمونه ) او ۱۴۶۰ د اوبو څا ګان له منځه وړل سوي او ۴۱۰ فارمونه تباه کړل سوي دي. لدې نه علاوه، ۱۸۴۸ متعلمین او ښوونیزه پرسونل د اسراییلی پوځیانو لخوا ویشتل سوي دی حال داچی ۵۷۹۲ کسان یې هم زخمیان کړي دي. ۳۸٫۳٪ فلسطینیان چی د کار پر شرایطو برابر دي بیکاره او بې عایده دي چی جمعأ ۳۱۸۳۰۰ کسه کیږی. په اشغالی سیمو کی د فقر او غربت اندازه ۷۹٪ ته رسیږی. پر خبر یالانو د اسراییلو حملې ۱۲۹۸ ته رسیږی. اسراییلی پوځ د ۲۰۰۱ د اکتوبر راهیسی ۶۰۰۱ نوي پوستې جوړي کړي دي. راپور ښیً چی جمعأ ۳۹۷۲۹۱ واحده مځکي (            ) د فلسطینیانو څخه غصب سوي تر څو په لویدیځه څنډه او ختیځ بیت المقدس کی امنیتی دیوال ووهی چی اوس یی کار ۸۰٪ بشپړ سوﺉ دﺉ. باید زیاته سی چی په عین همدې موده کی ۷۱۲  اسراییلی ملکی کسان او ۳۲۵ پوځیان هم د فلسطینیانو لخوا وژل سوي دي.


اسراییلی ځواکونو د کال ۲۰۰۰ راهیسی ۶۲۰۰ فلسطینی هلوکان بندیان کړي چی له دې څخه ۳۵۰ تنه یی د نړیوال کنوانسیون پر اساس نسي بند یان کیدای. هغوی ځورول کیږی، کړول کیږی، وهل کیږی، توهین کیږی او په عادی توګه تروریا بېرول کیږی. هغوی جسمأ او دماغأ تر سخت فشار لاند دي. اسراییلی امنیتی جوړښتون فلسطینی هلوکان چی شپاړس کلن وي بالغ حسابوي او د ډیرو حقوقو څخه یی محروموي او د ټولو بین المللی قوانینو خلاف ورزی کوي. د زده کونکو بندیانو له جملې نه ۳۵۰ یی نجونی دي او ۲۰ یی هم نوي بالغی سوي نجونی دي. ډیر کوچنیان په جیلونو کی زوکیږی اوسخت روغتیایی مشکلات لری. میندی په جېلونو کی په داسی غیر انسانی ډول سره لنګیږي چی لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو تړلي وی او تر خورا سخت دماغی فشار لاندی وي ( دوی هغه مهال بندي سوي وی چی حامله وي ). اسراییلی امنیتی مسؤلین کوچنیان په زندان کی سخت ځوروی او ورته وایی چی که ځانونه د دې کړاو څخه خلاصوﺉ نو زموږ لپاره به جاسوسی کوﺉ. له دغو بندیانو څخه ۱۰۵ یی تر پنځلس کلنی کښته دي. بندیان ( خصوصأ هلوکان) د سپیانو په ور ایله کولو سره بېروي، لت ورکوي، د نیولو پر مهال یی سترګي  ، لاسونه او پښې ور تړي، په لغتو او څپېړو یی وهي ، په قنداق یی وهی ، کله کله یی کوټه قلفه کوي تر څو دماغی ضربه ورکړي، دوولس ساعته اوبه یا خواړه نه ورکوي. تحقیق کونکي یی پر مخ په څپېړو کلک وهی، تشناب ته یې نه پرېږدی ، په هفتو هفتو یې نه پریږدی چی جامې بدلی کړی. کله کله یی په وهلو ډبولو کی هډوکی ور مات کړی. د جنسی تیري اخطارونه ورکوی ( آن په څو مواردو کی یې دا ځناورانه اعمال ور سره کړي هم دي ). د بندیانو پلرونه د دوی په مخ کی وهی تر څو دوی ترورایزډ کړی. ډاکتران وایی چی دغسی بندیان تلپاته دماغی ضربه او زیان اخلي چی بیا نه جوړیږی. آیا تروریزم لا تور وی که سپین ؟


اسراییلی ځواکونو همدا یوه میاشت مخکی په غزه کی د چرګو څو فارمونه په صرف څو ساعتونو کی یو مخ تباه کړل چی ۱٫۵ ملیونه ډالره زیان یې ور واړاوه . آیا دا هرڅه ترور نه دﺉ؟


جورج بوش پر افغانستان د حملې پر مهال جار وواهه چی تروریسټانو ته ځای ور کول او د هغوی سره کومک کول عین جرم دﺉ چی باید باالمثل عمل ورسره وسی. اوس نو آیا اسراییلی دولت په خپلو دغو غیر انسانی او ځناورانه اعمالو سره یو تروریسټی دولت نه دﺉ؟ د حیرانۍ خبره خو داده چی نه امریکا او نه هم اسراییلو تر ننه د تروریزم دقیق تعریف نه دﺉ کړی که نه تر هر چا به همدوی تر دغی ټاپې او حُکم لاندی راسی . امریکا د اسراییلو دا ټول ظلمونه ، کړاوونه او ترورونه قطعأ نه غندی بلکی غیر مستقیم یې ملاتړ کوي . واشنګټن هر کال اسراییلو ته دونه ستر پوځی کومک ورکوی چی آن ناټو ته یی هم نه ورکوي . اسراییلو ته د امریکا وړیا مالی مرسته دومره زیاته ده چی هر اسراییلی ته د کاله ۵۰۰ ډالره رسیږی. آیا د ترور سره مرسته د بوش په قول هماغه د ترور ملګرتوب نه دﺉ؟ او باید باالمثل عمل ورسره ونه سی؟ مګر څوک دا سزا ور کولای سی؟ آیا موږ عملأ نه ګورو چی د زورورو خلکو اوبه مخ پر لوړه ځی؟


وګورﺉ ملګرو ملتونو د ۱۹۸۷ په ډسمبر کی د تروریزم پر خلاف یو پریکړه لیک صادر کړ چی په هغه کی هر ډول تروریزم په کلکه غندل کېدﺉ. دا پرېکړه لیک په ۱۵۳ رایو سره تصویب سو او صرف دوې رایی د هغه پر خلاف (منفی) وې چی هغه امریکا او اسراییل وو او یوه رایه هم ممتنع وه چی هغه هاندوراس و. په دې ډول امریکا او اسراییل د تروریزم په غندنه کی د ټولی نړۍ پر خلاف ودرېدل. آیا دا پخپله د تروریزم د سکې هغه بل مخ نه دﺉ؟ ښه ، نو څوک اصلی تروریسټان دي ؟ والسلام ،