کور / تازه خبرونه / امريكا پاكستان ته څلور ايف ۱۶ الوتكي وركړې

امريكا پاكستان ته څلور ايف ۱۶ الوتكي وركړې


پاكستاني مقامات وايي د امريكا متحده ايالتو څلور ايف ۱۶ جنګي الوتكي ور وسپارلې.
امريكا د دغو الوتكو پيسې په نويمه لسيزه كي چي لا بېنظير بوټو د پاكستان صدراعظمه وه، ترلاسه كړي وې، خو الوتكي يې تر اوسه نه وې ورسپارلي.
د امريكا د سنا مجلس تېره اونۍ د پاكستان له نوي پارلماني حكومت سره د ۱۵۰ ميليونه ډالره مرستي اعلان وكړ او ورسره سم يې پر پاكستان دا زيرى هم وكړ، چي څلور ايف ۱۶ الوتكي به يې وركړي.