زنداني ناره  Fotos

د لراوبر اداره | جون 28th, 2008


لکه محشر مینه شوه هیره ځانځاني شوه
زمونږ ه چم کې چې دوینو آرزاني شوه


ستا تنکۍ دګل په څیر شونډې شوې وچې
په ما تیره په بیدیا شپه بارا ني شوه


تا چې مخ راځیني واړوه تورتم شو
دسپرلي هوا ترخه شوه خزاني شوه


ما ګودر دمیني نه ؤ صحیح کړئ
دسفر بیړۍ مې ځکه توپاني شوه


ته مغروره دکچه حسن د بڼ وې
په ما تیره انتظار زما ځواني شوه


په کوڅه کې محتسب څوکیداري کا
چې ناره دآزادۍ مې زنداني شوه


خدمتګار دې د یادونو ډیوئ ګوري
ستا په مخ باندې مې پاتې نښاني شوه

Copyright Larawbar 2007-2024