کور / تازه خبرونه / د پاكستان صدراعظم د سنګين خان فاتحې ته ورغئ

د پاكستان صدراعظم د سنګين خان فاتحې ته ورغئ


د پاكستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني د پېښور په ولي باغ كي د اسفنديار ولي خان د ورور ارواښاد سنګين ولي خان قبر ته د دعا لاسونه پورته كړه.
له نوموړي سره د پېښور وزيراعلي، اميرحيدرخان هوتي، والي اويس احمدغني او امنيتي مشاور رحمان ملك هم ملګرى و، چي ټولو له اسفنديار خان او د هغه له كورنۍ سره غم شريكي څرګنده كړه.
سنګين ولي خان د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان ورور، او د پښتنو د ستر مبارز او سياسي شخصيت ارواښاد خان عبدالولي خان زوى، او فخر افغان پاچاخان لمسى و، چي تېره اونۍ د لاهور په شوكت خانم روغتون كي د سرطان په ناروغى ومړ. نوموړى كه څه هم په يوه سياسي كورنۍ كي زېږېدلى و، خو ويل كېده چي له سياست سره يې علاقه نه درلوده او په شخصي كاروبار اخته و، د سنګين خان پر مړېنه د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي ، د پاكستان د پيپلز ګوند نائب مشر آصف علي زرداري او د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين هم په رسمي خپرو سوو اعلاميو كي خواشيني ښودلې وه.