" /> " /> " /> " /> په پېښور ښار كي بېړنى حالت اعلان سو  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په پېښور ښار كي بېړنى حالت اعلان سو video

په پېښور ښار كي بېړنى حالت اعلان سو video


ايالتي چارواكي وايي په ښار كي د قبايلي طالبانو د ممكنه بريدونو د مخنيوي په خاطر يې كلك امنيتي انتظامات نيولي دي.
د پېښور د امنيت په باب وروسته له هغه اندېښنې راوړلاړي سوې، چي پاكستاني پوځ نن سهار د قبايلو په خيبر ايجنسي او باجوړ كي د طالبانو پر ضد جګړه پيل كړه.
د خيبر ايجنسۍ د علمياتو له پيلېدو سره سم د پېښور په ښار كي اضطراري حالت اعلان سو او ښاريان له بيري او سرګردانۍ سره مخ دي، د ښار په واټونو او كوڅو كي پوليسو او پوځيانو ګزمې پيل كړي او په روغتونو كي د خطر زنګونه وهل سوي دي. په حيات آباد كي هم پوليسو پر چوكونو او سړكانو پوستې جوړي كړي دي،.
خو له دې ټولو انتظاماتو سره – سره بيا هم ښاريان يو ډول اندېښنې اخيستي او له بېري سره مخ دي. له حيات آباد څخه داسي خبرونه هم وركړل سوي، چي ځينو كورنيو د جګړې له بيري كډي كړي او پر سړكونو د ټرافيكو تګ راتګ د پخوا په پرتله خورا لږ دئ.
د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي پوځ به يوازي له هغو كسانو سره جنګېږي، چي د مركزي حكومت اطاعت نه مني، نوموړى وايي هرڅوك چي وسله كښېږدي او له جنګه لاس واخلي، هغه به په امن كي وي.
بلي خواته د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود له پاكستاني حكومت سره د سوله ايز تړون د ماتېدو اعلان وكړ.
بيت الله مسود وايي پاكستاني پوځيان د دوى پر مورچو هوايي او ځمكني بريدونه كوي، چي له امله يې دوى هم مقاومت ته مجبوره دي..
د پاكستان پوځ نن سهار په خيبر دره او باجوړ كي د طالبانو پر مركزونو بمبارۍ پيل كړې، چي د لښكر اسلام د كاكاخېل يونټ په نامه يې د طالبانو د يوې ډلي مركز هم له منځه وړى دئ.
رپوټونه وايي په جمرود او شاه كلا سيمو كي د وسله والو طالبانو پر مركزونو ګولۍ لګېدلي، او د باړه سيمي ته تازه دمه پوځي كتارونه روان لېږل سوي، چي ټانګان او سر پټي موټران هم پكښي شامل دي.
په خيبر ايجنسي كي له څو ورځو راهيسي حالات خراب وه، چي له امله يې پوليټكل چارواكو په سيمه كي تر نامعلومه وخته كلفي لګولې وه.
د نن ورځي په جګړو كي تر اوسه د ۶۰ كسو د وژني او تر ۸۰ ډېرو د ټپي كېدو خبر وركړل سوى دئ.
چارواكو په سيمه ايزو روغتونو كي ډاكټرانو او نرسانو ته د رخصتۍ په ورځ هم د كار كولو امر كړى دئ.
پاكستان دغه عمليات پر داسي وخت پيلوي چي له دوو اونيو راهيسي د افغان حكومت، امريكا او ناټو د غړو هيوادونو له پرله پسې نيوكو سره مخ دئ.
افغان حكومت ادعا كوي چي كله پاكستان له خپلو طالبانو سره سوله وكړي، هغوى سمدستي پر افغانستان رامات سي او دلته په ورانكاريو لاس پوري كړي.
د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان تېره اونۍ يو راپور خپور كړ، چي ويل يې په افغانستان كي د دوى پر ضد بريدونو كي ۴۰ فيصده زياتوالى راغلى دئ. پنټاګان د دې بريدونو د زياتوالي علت د پاكستان د حكومت او طالبانو سوله ايز تړون په ګوته كړى و.


 


تبصره نسته

  1. It is very good news the Taliban and Pakistan military have fighting, I hope that Taliban could be able to capture Peshawar city and kill some Munafiqin that will be very good.
    The fighting is very good and wish to be continue until the Pak army forces be killed by Taliban.