انتظار يم د کلونو
انتظار يم د کلونو(لنډه کیسه)
ليکوال: احسان الله ارينزی
ژباړه: نسیمه باري
د مني موسم و، د مرستون غولی د چينار ژيړو پاڼو پوښتلی و. سوکه ور خلاص سو او يوه ببر سرې ښځه مرستون ته راننوتله. له دې سره سم له هرې خوا چيغي سوې او ټولو لېونيانو ورباندي رامنډي کړې. چا رژېدلي پاڼي ورباندي شيندلې، چا تر کاليو او چا تر لاسونو کشوله، خو دې څه نه ويله، يوې او بلي خوا ته يې په يو چا پسي کتله. په همدې ټېل ماټېل او غالمغال کي يې څو ګامه وړاندي پر يوه ځوان سترګي ولګېدې،سمدلاسه يې په سترګو کي اوښکي ډنډ سوې او سوکه سوکه يې خوا ته ورغله، خو ځوان چې دا وليده، نو سمدلاسه يې چيغي کړې: ما ته مه رانژدې کېږه! زما څخه ليري سه! اې خلکو ما ځني خلاص کړئ! له دې سره سم يې منډه کړه او د څو لېونيانو په ډله کي ورک سو. ببر سرې ښځه پر هغه ځای هيښه ودرېده، پر ځمکه رژېدلو پاڼو ته يې په ځير ځير کتل، پر باړخو يې د اوښکو يو روڼ څاڅکی د شونډو خوا ته کرار کرار راښويېده، د ژوند تېر وختونه یې د فيلم په شان سترګو ته ودرېدل.
اسد په یوه دفتر کي کار کاوه. د نورو مامورينو په پرتله به تر ناوخته پوري په دفتر کي لګيا و او چندان يې له چا سره خبري هم نه کولې. له ده سره د ښایستې په نوم يوې نجلۍ هم کار کاوه چې له ډېره وخته يې اسد ته تر سترګو لاندي په مينه مينه کتل. اسد هم د ښايستې دا احساسات درک کړي و، خو په خوله يې څه نه ويل.
یوه ورځښايستې اسد ته وويل چي يوه خبره درته وکړم؟ اسد هماغسي سر کښته اچولی او کرار يې جواب ورکړ: هو مهرباني وکړه. ښايستې په بنده بنده ژبه وويل:زما سره واده کوې؟ اسد وارخطا سر پورته کړ، سترګي يې وځلېدې، له شرمه تک سور سو. له دې پرته چي څه ووايي، د مېز پر سر پراته کاغذونه يې ژر ژر ټول کړل او له دفتر څخه په چټکو ګامونو ووت.
په سبا اسد او ښايسته دواړه دفتر ته رانغلل، خو دريمه ورځ چي ښايسته ته راغله نو اسد د دفتر په غولي کي ورته انتظار و. ښايستې غوښتل تر سلام وروسته خپلي شعبې ته ولاړه سي، خو اسد په اشاره پوه کړه چي يوه خبره درته کوم. اسد سر کښته اچولی او په بوټ يې لاندي ځمکه ګروله، په لړزانده اواز يې وويل: ستا پر خبره مي فکر وکړ، زه هم ستا سره مينه لرم او د واده لپاره مي خوښه يې، خو زه د کور مشر يم او د کورټول مسئولیتونه را په غاړه دي. زه درې خويندي لرم، تر څو چي مي هغوی واده کړي نه وي، واده نه کوم. زه نه غواړم چي ته ما ته په کلو کلو انتظار وکړې، ښايي د واده له پاره تر ما مناسب سړی پيدا کړې، هسي بېځايه ما ته انتظار مه کوه. که څه هم ښايستې وويل چي زه ټول عمر تا ته انتظار کولای سم، خو اسد به بيا هم هغه يوه خبره تکراروله.
تر دې وروسته به اسد هره ورځ په دفتر کي د خپل کورني ژوند په اړه له ښايستې سره د زړه خواله کول. اوس نو د اسد کورنۍ هم خبره سوې وه چي اسد او ښايسته يو پر بل سره ګران دي. د ښايستې کورنۍ به هغه ترټله چې تر څو به تړلي دوکان ته ناسته وي، خو ښايستې به ويل چې اسد يو رښتونی ځوان دی، د خويندو تر واده وروسته خامخا زما سره واده کوي.
میاشتي او کلونه واوښتل، په خپل وار سره د اسد دریمه خور هم په خير سره واده سوه. په دې واده کي د ښايستې کورنۍ هم برخه اخيستې وه. تر واده څو ورځي وروسته د ښايستې مور وويل چي لوري اوس خو د اسد خويندي واده سوې، اوس څه شي ته ګورې؟ درې کاله انتظار خو لږ وخت نه دی. ښایستې هم پرېکړه وکړه چي کله اسد دفتر ته راسي، نو د واده خبره يادوي، ګوري چي په دې وخت کي د اسد زنګ راغی:
ښایستې جاني! اوس نو ستا د واده وار دی، که څنګه؟
– نه دا کار امکان نه لري
– څه شي؟ امکان نه لري؟ ولي امکان نه لري؟
– په دې چي ډېر ناوخته سوی دی
– ښه سمه ده، ستا خوښه ده
ښايستې په خندا ورغبرګه کړه: وارخطا کېږه مه، هسي يوه ټوکه مي در سره وکړه. تا زه دا درې کاله په انتظار کي پرې ايښې ومه، څه وسوه چي ته هم تر لږ ځنډ وروسته زما ځواب واورې. يوه اوونۍ وروسته د اسد مرکه د ښایستي کره راغله او په خوشالۍ يې د کوزدې دسمال يووړ. څو مياشتي وروسته د واده نېټه وټاکل سوه. په دې وخت کي د اسد دوی د کور دروازه وټکېدله، ګوري چي د اسد يو پخوانی ملګری دی. اسد د خپل ملګري په ليدو ډېر خوشاله سو. ملګري يې وويل چي زه اوس يو ځای ځم، خو دا زما د کاليو بکس دي تر هغو پوري دلته پروت وي چي زه بيرته راځم.
د واده ورځ هم راغله، د ماخستن ډوډۍ تر خوړلو وروسته ټول میلمانه خپلو کورونو ته ولاړل. په دې وخت کي د کور دروازه په زوره وټکېدله، تر څو چي اسد دروازې ته ورولاړېده، نو دروازه په زوره خلاصه او يوه ډله پولیس کور ته راغلل، ويل موږ ستاسي کور تلاشي کوو. پوليسو د پلټنو پر مهال د اسد د ملګري بکس خلاص کړ، ګوري چي په بکس کي يوه توپنچه، يو جعلي پاسپورټ او څو پوړۍ هيروئين پراته دي. پوليسو د اسد لاسونه تر شا وروتړل او له ځان يې سره روان کړ. په تلو تلو کي اسد څو واره شا ته وکتل، تر ډېره پوري د اسد دوی د کور له د ننه څخه چيغي او ژړاوي اورېدل کېدې.
يو کال وروسته اسد له زندان څخه خوشي سو، لکه ملنګ د سر وېښتان يې ببر سوي و، کالي يې شوړېدلي او خيرن پيرن وه. ښایستې لومړی ځان سينګار کړ، بيا يې له المارۍ څخه د کاليو بکس راواخيست چي اسد ته هم پاک کالي واخلي. اسد چي د کاليو بکس وليد، نو ناببره يې چيغي کړې: دا بکس زما نه دی، زه بې ګناه يم، باور وکړئ چي زه بې ګناه يم، ما هيڅ هم نه دي کړي، دا زما په ضد يوه جوړه سوې دسيسه ده…
اسد تر سهاره پورې شپه په همدې ډول چيغو او نارو تېره کړه. خپلوانو يې سهار اسد ډاکټر ته بوت. ډاکټرانو وويل چي اسد د پوليسو له خوا ډېر شکنجه سوی او د برقي شارټونو له امله يې اعصاب خراب سوي دي، بايد مرستون ته يووړل سي چې هلته يې پرله پسې درملنه وسي، که دا کار و نه کړئ، نو حالت يې نور هم پسي خرابېږي.
ښایستې لاندينۍ شونډه تر غاښونو لاندي کړه او له ځان سره يې وويل: زه ماته نه منم، زه به خپله مينه ګټم، هو زه به خپله مينه خامخا ګټم. له دې سره سم يې ګامونه چټک کړل او په مرستون کي يې د اسد لتون پيل کړ.پای