روسيه وايي ډيمو کراسي صادرېدلای نشي
سعيد لودين
د روسيی جمهور رئيس ښاغلي مددوف پر امريکا ږغ کړ ی دئ چي د نور هيوادو د تکليف د ټاکلو څخه دي لاس واخلي . د روسيې د ګازتا انټرنيټي شبکې پرون پنجشبې ويلي دي چي امريکا نه بايد د نورو هيوادو راتلونکې هغوی ور تعيينه کړي .
مددوف د اتو صنعتي هيوادو دغونډ ي د جوړېدو په درشل کي چي د جولای پر اوومه نېټه په چاپان کي جوړيږي په مسکو کي و خبريالانو ته وويل ،چي پر نورو هيوادو ډيموکراسي نسي تحميلېدلاي .
نوموړي د عراق او افغانستان و بحراني اوضاع ته اشاره وکړه وې ويل چي دغه حالات ښيئ چي د پيسو په زور نسي کېدلای په يوه هيواد کي د ډیموکراسۍ ارزشونه پلي سي . هغه وويل چي ډيموکراسي د لسهاوکلونو په اوږدو کي مينځته راځي او داسي يوه سياسي تجربه ده چي د مدني ټولني پر تلاښو باندي تکيه لری او څوک نسي کولای هغه دي د انسان دوستانه مرستو په توګه و يوه هيوادته ورکړي .
مددوف ددغي پوښتني په ځواب کي چي د امريکا و جمهوري رياست ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد جان مک کين ويلي دي چي روسيه د ډيموکراسۍ د اصولو د نقض په خاطر بايد داتو صنعتي هيوادو د ډلي څخه و ایستل سي، وويل چي دمک کين دغه خبري جدي نه ګڼي او د ډيموکراسۍ مسئله د اتو صنعتي هيوادو کار ندئ ،خو که داسي هم وي ، نو بيا امريکا تر ټولو زیات په دې برخه کي ستونزي لري . مددوف وويل چي په اتو صنعتي هيوادو کي موجوديت د دې يا هغه چا په خوښي يا نا خوښي پوري اړه نلري، بلکه په هغه کي په اقتصادي لحاظ قدرتمنده هيوادونه غړيتوب لري چي نن د نړۍ په سياسي ډګر کي ارزښتناکه بازيګران دي .
د اتو صنعتي هيوادو درې ورځنۍ غونډه چي په هغه کي امريكا، روسيه ، جاپان ، انګليستان ، فرانسه ، ايټاليا ، كاناډا او آلمان غړيتوب لري د رواني جولای مياشتي پر او ومه نېټه د جاپان په شمال د هکايډو د ولايت د ټوياکو په ښار کي جوړيږي .