د ښامار هګۍ ـ منظوم نکل
د پخواني وختو کيسه ده
درته راوړې مي خوږه ده
په ليري پروت رنګين هيواد کي
د ښايستو په کلي ښاد کي
ؤ حکومت د عادلانو
د مهربانو عاقلانو
هغوی دېوال ؤ ګرځولی
محکم او هسک يې ؤ تړلی
دغه ديوال نه ؤ کلا وه
پکښي دننه څه ښکلا وه
دلته غنيان چي ول سخيان ول
هم غريبان يې غيرتيان ول
ټوله خواږه سره شکر ول
د ژوند کښتۍ کي همسفر ول
بس سر و کال به خوند پر خوند ؤ
دلته هرڅوک راضي له ژوند ؤ
خو يوه ورځ راغلی ښامار لوی
ويل پر زړه لرم زه بار لوی
يو بل ښامار راځي د شپې
ستاسو و ښار ته لنډي پښې
غواړي چي وخوري تاسو ټول
سپک که درانه ياست په يو تول
ماته که راکړئ تاسو ځای نن
خطر به ومومي هم پای نن
خو بېله دې چي اجازه وي
د بحث وروسته فيصله وي
يو څو کم عقلو سادګانو
له همت خلاصو ډارنانو
د ښار لوی ور کړ ورته خلاص ژر
ښامار يې پرېښود په اخلاص ژر
په دا سهار د سهارونو
ښار کي غوغا وه د ږغونو
خلکو ژړل چي دي خوړلي
زموږ مشران بلا داړلي
اوس بله شپه ده راروانه
موږ نن بيريږو پر خپل ځانه
همدا ؤ څو کسه جرګه سول
مېلمه ښامار ته مرکه سول
ويل موږ خلاص له دې بلا کړه
ژوند راته زموږ بېرته هوسا کړه
ښامار ويل داسي دوا
زه به يې کړم درته عطا
بيره به کړي له زړونو پاکه
چي زورور سئ او بېباکه
ورکول دوی ته يې عسل
ول تر ګبينو لا اصل
چرچه خپره وه کور پر کور
ښاريانو نور غوښتل او نور
ښامار ويل زما څو هګۍ دي
چي دغه ښار لره ښادۍ دي
کله چي ووزي ترې چيچيان زما
بيا به نو ووينئ بچيان زما
هغوی به زما سره وي مل
ستاسو دفاع به کوي تل
په شپه دا بله بيا غوغا وه
په ښار کي جوړه واويلا وه
د چا زوی ورک د چا پلار ورک ؤ
څوک ډارېدلی او هک پک ؤ
شپه چي سوه تېره بیا سهار سو
نو مور ښامار بيا په ګفتار سو
اوه هګۍ زما دي چادولي
اوه چيچي ترې راوتلي
صبر يوه څه لا تاسو وکړئ
يو څه خدمت يې تاسو وکړئ
چي زما بچي ژر بالغان سي
د هيلو زڼو ته باغان سي
د دې بچو سره لا زور سو
د شپي خوراک چي ؤ لا نور سو
په دغه ښار کي نابغه ؤ
شپه ورځ هغه په سجده ؤ
هغه هيڅ خوب نه کوی کله
نه يې هم څنګ لګوی کله
هغه و خلکو ته ګويان سو
په ساندو ساندو په ګريان سو
ويل اې خلکو ځان خبر کړئ
خوبونه پرېږدی ټينګ ټټر کړئ
بلا چي ده نن راته لنګه
ځکه چي خوري موږ له پالنګه
د ويښ انسان څخه بيريږي
صرف په بيده انسان مړيږي
د ښاماري بيخه وتلي
عرقونه تاسو چي څټلي
عرق ړندوي دا ټول عقلونه
وژني وژدان او ضميرونه
راځئ چي پرېږدو نور خوبونه
راڅخه زده کړئ نن پندونه
خو خلکو بوتلی و ښامار ته
دغه سړی و پای د ښار ته
ويل موږ شک لرو چي دا دی
دغه سړی دوست د بلا دی
ښامار ويل تاسو يې مړ کړئ
دی نه بيديږي ژر يې پړ کړئ
همداسي وکړه دا ښاريانو
عابد يې مړ کړ په سوټيانو
ښامار خبر کړل بيا ښاريان
په دې خبر يې کړل اريان
کومي چي دي زما بچياني
لس لس راوړي يې هګياني
هره هګۍ به يو ښامار سي
اويا ساتونکي به د ښار سي
داسي يو کلی داسي ښار
ځان چي ساتي په لوی ښامار
بيا د غفلت په خوب بيده وي
ټوله يو بل ته سره غله وي
غافل يو قوم به تل کړيږي
نه به دی مري نه به رغيږي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۷مه نېټه، بون
_____________________________________________________
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه