دوعا

د لراوبر اداره | جولای 7th, 2008


تاپه خوله ستا یلئ نه شم           په قلم لیکلئ نه شم
ستا انځور ویستلئ نه شم        ستا صفت کولئ نه شم


ته له هر څه نه خبر يي
ته په هر ځاې کې حا ضر يي


تا په لمر باندې رڼا کړل        تورتمونه کهکشا ن کې
تا آسمان ستوري ښکلا کړل      مثالونه دې جهان کې


تا انسان هسې دانا کړو
خلیفه دې دمولا کړو


ستا چې هر څه شئ غر ض ؤ        زه پر نه شم پو هیدلئ
دا روغتیا وه که مرض ؤ       زه يي نه شم پیژندلي


خو هغه چې تا پوهان کړل
هغوې ټول ملکونه وران کړل


که رضا دې ورانول وي         ورانول دپوهې ضد وي
په انسان دبل وژل وي      نو وژل دپوهې ضد دي


ته په ټولو مهربان يي
ته قدرت دټول جهان يي


که رښتیا وي نوبیا ولې        تفاوت دئ  دې نړۍ کې
جوړې ورانې کړي بیا ولې        جهالت دئ دې نړۍ کې


که نه سمدم بغاوت دئ
چا جوړ کړئ شرارت دئ


دا زمونږه نا پوهي ده           که ستا هم پرې رضایت دئ
نیمګړ تیا ده بې خبري ده        که نه ستا په کې حکمت دئ


مونږه هم ستا بنده ګان یو
دمړۍ پورې حیران يو


زمونږ ملک بیرته ودان کړه       واک عزت راکړه په کور
بیرته جوړ افغانستان کړه     سوال کولئ نه شو نور


خدمتګاره خداې ځوکمن دئ
څه چې غواړي هغه کیږي


په هرڅه باندې واکمن دئ
څه چې غواړي هغه کیږي

Copyright Larawbar 2007-2024