په سمنګان او فارياب کي طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
بلخ افغانستان:
امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د سمنګان د منقوتن په سيمه کي يو طالب وژلی او ۳ نور زخميان کړيدي.دا خبره د شاهين قول اردو د اړيکو مسول ډګروال عبدالقهار آرام لراوبر ته وکړې.
نوموړی وايي د طالبانو يو سراچه موټر ، ۳زخميان او وسلې د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ډګروال آرام زياتوي چي د فارياب ولايت په قيصار کي هم د ګزمې پر مهال د سليم په نوم يو وسله وال طالب د يو ميل کلاشنيکوف سره نيولی دی.
د يادوني وړ ده چي طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.