کور / کره کتنه / د وتلې، خو سولېدلې څېرې د ناامیدۍ شعري نمونه

د وتلې، خو سولېدلې څېرې د ناامیدۍ شعري نمونه

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

نن د هیواد د یوې وتلې څیرې ښاغلي عبدالباري جهاني چې تر اوسه یې تر دوه درزن پورې بیلابیل کتابونه چاپ کړي او تر یوه درزن پورې یې زما تر نظر تیر سوي، یو غزل درسر شریکوم او شاید دغه غزل د ښاغلي جهاني د شاعرۍ د اخیرنیو ورڅو شپو شعري نمونه وي او وروسته نو بیا له دغه (نه جوړیدونکي) او د (یوې کونډې په څېر) له هیواده پسې وتلی هم وي، خو په دغه غزل به یو څو خبرې هم سره وکړو، ځکه چې ماته په دغه غزل کې ډیر څه ښکاره کیږي.

ملګرو ځو به له دې ښار څخه څه نه جوړېږي
نور په لستوڼي کي له مار څخه څه نه جوړېږي
د نن سبا هره وعده یې تر قیامته سوله
له سل انکار یوه اقرار څخه څه نه جوړېږي
ماته مي سل ځله په سرو سترګو قاصد ستون سوی
د یار په کور کي له اغیار څخه څه نه جوړېږي
له دې وطنه د ښکلا جنازې ووتلې
د زړو کونډو له سینګار څخه څه نه جوړېږي
چي هره شپه په منتر باسي له دې ښاره نجوني
د افسانو له دې ښامار څخه څه نه جوړېږي
پرون مو وویشتل په کاڼو د مالت ښاغلي
د مړو جنډیو له مزار څخه څه نه جوړېږي
مايې په سترګو د ګلونو زمولول لیدلي
له دې دوه مخي زوړ مالیار څخه څه نه جوړېږي
جهاني څو به په اغزیو کي ګلونه کرې
هري غوټۍ سره له خار څخه څه نه جوړېږي
 

خوا و شا اته، نهه کاله وړاندې مې په لومړي ځل عبدالباري جهانيپه داسې حال کې ولید چې دوه درې د افغانستان تر اساسي قانون اوږده نظمونه یې راته وویل، خو دا د هغه د غزلو او نظمونو لومړی او وروستی وار نه بلکې تقریبا له (معراج او فردوس) څخه پرته ټول شعرونه مې یې لوستي دي، خو د ناامیدۍ په مرض اخته دغه غزل مې یې بېخي په دا وروستیو کې ولوست، دا چې زه یو پر امید انسان یم، خو د ښاغلي جهاني دغه غزل زیات ناامیده کړم، په دې نه چې رښتیا هم افغانستان یوه کونډه ده نه جوړیږ او موږ باید ورڅخه ووزو، بلکې په دې چې ښاغلی جهاني ولې د وزارت خپله ناکامي په دا ډول ادبي تخلیقانو کې نغاړي.

 

زما خیال عبدالباري جهاني دغه غزل په داسې حال کې لیکلي چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د یوې ناکاره پرزې په توګه راڅرګند شو او دغه د ناامیدۍ ناروغي یې په ټول وزارت کې خپره او دی ورڅخه ووت، ځکه چې د دغه غزل له اوریدو وروسته د دغه وزارت د ځوانانو معین کمال سادات هم د ناامیدۍ په مرض اخته او پر زوی یې: (دا وطن مې ولې نه جوړېږي سادات) نوم کښېښود، کله چې عبدالباري جهاني په هیواد کې د څلورو ناکامه وزیرانو په لیسټ کې خپل مقام خپل کړ، نو له هغه وروسته یې دغه ډول خبرو او شعرونو ویلو ته پام واړاوه او خپله ناکامي یې د هیواد په در په درۍ او بیچارګۍ وروتپله، خبر نه وو چې دا د یوې ټولنې او د ټولنې د ډیری خلګو د زیان سبب جوړیدی سي.

 

زه په دې باور یم چې په هیواد کې زیاته برخه خلګ د مایوسۍ او ناامیدۍ په مرض اخته دي، خو ډیری برخه یې نالوستي او بې روزګاره خلګ دي، خو هغه خلګ چې د قام سترګې ګڼل کیږي او د ناامیدۍ اظهار کوي دا د هغوی په لاس د ټولنې د خلګو فکري او ذهني قتل کول دي، خو چې د یوې ټولنې لوستي کسان دغه ډول اظهار خیال کوي، د هغې ټولنې د عامو خلګو دي خدای مل سي، عبدالباري جهاني دي خبر وي چې قام یې د ډوډوی ترڅنګ ذهني خوراک او غذا ته هم اړتیا لري، خو چې روشنفکره دا ډول غذا ورکوي نو قام د جسماني مرګ ترڅنګ په ذهني توګه هم وژل کیږي.