افغان ولسمشر اشرف غني وايي: زموږ اراده او نيت د بحرانونو پر له منځه وړلو متمرکز دی.
Aziz Rahman Hazim
د ملي شورا د کلنۍ پرانستغونډي په مراسمو کي ولسمشر اشرف غني يادونه وکړه چي اداري اصلاحات هغومره اړين او مهم دي لکه امنيتي اصلاحات چي څومره مهم دي.
ولسمشر وويل، له نيکه مرغه په لومړي ځل د هيواد د کانونو د سيکټور لپاره د لاري نقشه جوړه سوې ده او په دې برخه کي به د کانونو څخه ګټه اخيستنه ديوې جامع او ښکاره ليدلوري پر اساس ټاکل کېږي.
ولسمشر دا هم وويل، چي د کانونو د لاري د نقشې ټاکل موږ او زموږ د راتلونکو نسلونو سره دا مرسته کوي چي خپل کانونه په سرمايو بدل کړو.
ولسمشر غني نننۍ غونډې ته وويل د افغانستان ځنګلونه د هیواد یوه مهمه طبعي سرمایه ده چي بې غوري ورسره سوې ده خو له نیکه مرغه زموږ خلک اوس د خپلي دې سرمایې اهمیت ته متوجه سوي دي.
ولسمشر هيله څرګنده کړه ځوان نسل ته د کسبونو او مهارتونو زده کول، زموږ د خلکو ژوند بدلولای سي.
د ملي شورا د کلنۍ غونډې د پرانيستې دغه مراسمو ته ولسمشر وويل د معارف او لوړ تحصیلات په برخو کې جدي مشکلات موجود وو او لا هم دا مشکلات سته، مونږ په پرمختګونو قضاوت نه کوو، باید ولس دا قضاوت وکړي.