د امريکا لوی درستيز افغانستان ته راغلی دی
Aziz Rahman Hazim
د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ پرون د مارچ پر ۱۹ افغانستان ته راغلی دی.
د ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي د جنرال ډانفورډ افغانستان ته سفر د افغان ځواکونو سره د امريکا د ملاتړ د ارزولو لپاره دی.
د ډانفورډ په وينا هيواد يې د جنوبي اسيا لپاره د اعلان سوي ستراتېژي په عملي کولو کي جدي دي . او په همدارنګه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي نن د افغان ولسمشر او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.
ډانفورډ په داسي وخت کي افغانستان ته سفر کوي چي په دې وروستيو کي طالبانو ته د سولي وړانديزونه سوي او د وړانديزونو په دې لړۍ کي طالبانو د افغان ولسمشر اشرف غني د سولي وړانديز ته چي د کابل پروسې په دوهمه غونډه کي يې وړاندي کړه غبرګون نه دی ښودلی خو د هرات د پخواني والي اسماعيل خان د سولي د وړانديز هرکلی يې کړی دی.
اسماعيل خان ويلي وو چي که طالبان د افغان حکومت سره د سولي خبرو ته نه تيارېږي نو د جهادي قومندانانو سره دي خبرو ته کښېني.
د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي د اسماعيل خان د سولي وړانديز ته هرکلی ويل سوی او طالبانو ويلي، د هرهغه چا سره خبرو ته کښېني چي افغانستان له بحرانه راباسي او د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه کوي.