حالات په کوم لور روان دي؟
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: زمان ستانکزی
د غویی یولسمه د افغانستان د معاصر تاریخ توره ورځ وه، د نهو خبریالانو په ګډون له شلو زیات کسان د کابل دوو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. په همدې ورځ خوست کې د بي بي سي ځوان خبریال احمد شاه چې لا کوژدن و، د وسلوالو په ډزو کې شهید شو، وړاندې له دې کندهار کې د عبدالمنان ارغند په نوم یو بل تکړه خبریال هم وژل شوی و. دې وضعیت ته په کتو سره ویلی شو چې دا وضعیت خبریالانو ته ښه پیل نه دی. رسنۍ هر هېواد او ټولنه کې د ولس او نظامونو تر منځ د ارتباطي پلونو په څېر عمل کوي، د یوه لوري غوښتنې او ستونزې بل لور ته رسوي او کارونه یې ډېر مهم دي.
په جګړه کې د را ګیر افغانستان رسنیو نوي نظام کې پام وړ وده وکړه، د بیان آزادي د دې جګړه ځپلي او بیوزله هېواد لویه بریا یادیږي، خو له ۲۰۱۴ کال را وروسته چې په لوی شمېر کې بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، ستونزې ډېرې شوې، د امنیتي او سیاسي مسوولیتونو تر انتقال وروسته هېواد له نویو ننګونو او سرخوږیو سره مخامخ شو، د داعش په نوم پدېدې سر را اوچت کړ او د رسمي معلوماتو له مخې، اوس هېواد کې تر شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت لري چې د جنګیالیو شمېر یې له پنځوس زرو اوړي.
اووه نویم کال له هر پلوه افغانستان ته برخلیک ټاکونکی دی. دې کال کې د افغانستان شپږمې ټاکنې کیږي، ټاکنو کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو وکیلان وټاکل شي. بل لور ټاکل شوې د جولای میاشت کې سعودي عربستان کې د افغانستان جګړې په تړاو د اسلامي هېوادونو کنفرانس جوړ شي، دې کنفرانس کې ویل کیږي چې د افغانستان جګړه له شرعي پلوه څېړل کیږي.
جګړې خپل قوانین لري، او د جګړې ښکېلو خواوو په ځانګړې توګه د حکومت وسلوالو مخالفینو ته په کار ده چې دغه قوانین رعایت کړي. رسنۍ خلکو ته د ورځنیو تحولاتو په تړاو خبرونه ورکوي، د رسنیو فعالیت په بې پرې ډول پر مخ ځي او هر څوک حق لري د ورځنیو چارو په تړاو پوه شي دا یواځې رسنۍ دي چې خلک خپل دې حق ته رسولی شي.
افغانستان د خپل تاریخ له حساس پړاو د تېرېدو په حال کې دی او هغه د ولسمشر غني مشهوره خبره ده چې وایي افغانستان کې جګړه نشته بلکې په افغانستان جګړه ده، د ملي یووالي حکومت چې امریکا او ناټو یې ملاتړ کوي، سیمې ته هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې، کابل باور کوي چې که د جنګېدونکو ډلو له افرادو طالبان را جلا کړي، کولی شي نورې ډلې چې اکثره غړي یې بهرنیان دي، ژر له منځه تلای شي.
په هر حال حالاتو ته په کتو سره باید پرېکړه وکړو چې مونږ باید څه وکړو، د یوه ملت په توګه چې نوره نړۍ کې پاتې وي، دا اړینه ده چې اتحاد ولري، مونږ افغانان ډېر کړېدلي یو او تر هغو به له دې حالته ونه وځو چې اتحاد او یووالی ونه لرو. جګړه ځپلي افغانان نور نه غواړي چې جګړې او ناخوالې دوام وکړي. د ملي یووالي حکومت وایي چې جګړه پرې تپل شوې ده، ولسمشر غني همدا څو ورځې مخکې وویل چې د طالبانو په اکثریت کسانو هم جګړه تپل شوې ده، دواړه لوري که وغواړي ستونزې د بحث وړ دي، هر څه کنترولېدای شي.
اتحاد او یووالی د هر ملت د بقا راز دی، څو پورې چې په سترو ملي مسایلو کې د نظر یووالی ونه لرو، ستونزې نه شي حل کیدای. هماغه د بوډا سړي نصیحت مونږ ته کافي دی چې خپلو اولادونو ته یې کړی و.د ځنکدن په حالت کې پروت بوډا خپلو څو زامنو ته وویل چې لښتې راوړئ، هغوي یو غېږ لښتې راوړې بوډا سړي خپل زوی ته وویل چې ټولې دا لښتې یو ځای او وروسته یې ماتې کړي، زامنو کې یې هیچا ونه کړای شو دغه کار وکړي، هغه وویل، اوس یوه – یوه لښته واخلئ او ماته یې کړئ چې هر یوه زوی یې لښتې په آساني سره ماتې کړې، بوډا خپلو زامنو ته وویل چې که تاسو یو ځای یاست د هیچا زور در باندې نه رسیږي او که جلا جلا ووسئ هر سړی مو ماتولی شي. د دغه بوډا سړي خبرې مونږ ته لوی پند دی په کار ده چې یو موټی ووسو، ټول باید تر یوه بیرغ لاندې را ټول او د لوی افغانستان د آبادي لپاره کار وکړو.