کور / سياسي / د طالبانو د رسنۍ څخه : د سولې په اړه څو حقائق

د طالبانو د رسنۍ څخه : د سولې په اړه څو حقائق

لاندي لیکنه د طالبانو په شهامت ویبسایت کي خپره سوې چي دلته د درنو لوستونکو دپاره کټ-مټ بیا خپریږي ترڅو د سولي ارمان ته مو د رسیدو ګامونه نور هم را لنډ سي .


سرچینه: شهامت ویبسایت
لیکوال : خالد افغان زوی
نیټه : 1-05-2018

سوله او امن یوه له هغو اساسي موضوعاتو څخه ده چې نن سبا د افغان اولس د هر مجلس د بحث ټکی بلل کیږي، د کلي، جومات او جرګې له مجلسه نیولې بیا تر رسنیزو بحثونو پورې اکثره خبرې په همدې راڅرخي.زموږ اولس له تیرو څلور لسیزو راهیسې د سر تاسري سولې ارمانجن پاته شوی دی.د موضوع اهمیت ته په پام سره په دې مقاله کې د سولې اړوند ځیني حقائق راسپړو تر څو ددې موضوع په وضاحت کې راسره مرسته وکړي.

لومړی: سوله له شک پرته لکه څنګه چې انساني ضرورت دی له دیني اړخه هم مهتم بالشان امر بلل کیږي. امن د الله تعالی له سترو او اساسي نعمتونو څخه یو نعمت دی. په سورة القریش کې الله تعالی قریشو ته د خپلو سترو نعمتونو د وریادولو په مهال امن هم یو له سترو نعمتونو بللی. الله تعالی فرمایي: فلیعبدوا رب هذا البیت. الذی اطعمهم من جوع و آمنهم من خوف. ژباړه: نو دوی (قریش) دې د دې کور د رب عبادت وکړي هغه چې دوی یې له لوږې نه بچ او خواړه یي ورکړل او له ویرې یې بچ کړل، امنیت یې ورکړ.

له دې څخه معلومه شوه چې سوله او امن له شک پرته د الله تعالی یو ستر نعمت دی. د یوې ټولنې په ژوند کې اساسي حالت سوله او امن دی، جنګ عارضا پیښیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې تاسو د جنګ هیله مه کوئ. لاتتمنوا لقاء العدو. . . له دې څخه ثابتیږي چې سوله له دیني لیدلوري یو افضل او بهتر عمل دی او مسلمانه ټولنه باید په سوله کې ژوند وکړي.
دوهم: په افغانستان کې د سولې اړوند بل حقیقت دا دی چې افغان اولس سولې ته د اوبو او هوا په شان ضرورت لري. هغه اولس چې څلویښت کاله د جنګ په بټ کې سوځي، بیا بیا یې بمبارونه، ظلمونه، هجرتونه، ګډوډۍ، قتلونه او تکلیفونه لیدلي دي، نور یې د بې امنیتۍ زغملو تاب هم له لاسه ورکړی، هسې خو په دې اولس دالله تعالی خصوصي رحم دی چې له دومره اوږدې ابتلاء سره سره لا هم ژوند کوي. کنه د دومره اوږدو غمونو او مصیبتونو له ګاللو وروسته خو اوس باید چې ټول خلک لیونیان شوي او له ژونده بیزاره شوي وای.

خو په عموم کې که د اولس د زړه غږ ته غوږ کیږدو، ګیله او شکایت یې واورو، دعا او خواست ته یې غوږ ونیسو، نو سمدستي پوهیږو چې زموږ ځوریدلي افغانان سولې ته د یوه تر ټولو مبرم ضرورت په نظر ګوري. د افغان اولس د سولې او امن غوښتلو دغه تنده هغه څوک ښه حس کولای شي چې د اولس په منځ کې ژوند کوي، د بمبارونو، چاپو، او جګړو له امله د ځوریدونکي اولس ستړیا او اضطراب ویني، نو بیا پوهیږي چې افغان اولس له څومره سخت حالت څخه تیریدونکی دی. الله تعالی ته سوال کوو چې زموږ د مسلمان اولس د دې سختۍ ګاللو اجرونه په قیامت کې ورنصیب کړي.

دریم: د سولې اړوند دریم حقیقت دا دی چې که د پخوانیو جګړو عوامل هر څه وو، وو به ، مګر د اوسنۍ هیواد شموله جګړې اصلي علت بهرنی اشغال دی،ځکه زموږ په یاد دي چې له نن څخه اوولس کاله وړاندې د هیواد په پنځه نوي فیصده خاوره کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې داسې امن حاکم و، چې په نړیواله کچه ورباندې مثال ویل کیده. زموږ په یاد دي چې هغه وخت چا د غلا، غصب، ظلم، قتل او نورو تعرضاتو تصور هم نه شوای کولای، په شپه او ورځ په ښارونو کلیو کې هر چا ازادانه تګ راتګ کولای شوای او هیڅوک په خپل سر یا مال باندې نه ویریدل.

خو کله چې امریکایي اشغالګر د سوله ساتو ځواکونو تر نوم لاندې زموږ هیواد ته راغلل، له هماغې ورځې مو د هیواد او اولس یوه بله بده ورځ پیل شوه. سوله په جنګ واوښته، بي امنیتي، غلا، لوټماري، غصب، رشوت، قسماقسم فسادونه او نورې مختلف النوع فتنې په هیواد کې راپیدا شوې، تر دې چې اوس حتی د پلازمینې کابل په تر ټولو محفوظو سیمو کې پیسه دار خلک په خپلو ځانونو او اولادونو ویریږي، چې څوک یې اختطاف نه کړي. اولس سرتاسري اضطراب او ناامنۍ په مخه کړی، د اقتصادي تشبثاتو او پانګونې لپاره ارام محیط نشته، بې قانوني او ګډوډۍ اوج ته رسیدلې چې دا ټول څه د امریکایي اشغال ارمغان دی.

څلورم: د سولې اړوند بل واقعیت دا دی چې لږ تر لږه د روانې جګړې یو اړخ ( اسلامي امارت) سولې ته ژمنیتا لري او د افغان اولس د یوه حیاتي ضرورت په حیث یې پیژني. سولې ته د طالبانو د تعهد یو دلیل دا هم دی چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې بشپړه سوله حاکمه کړې وه، اصلا د طالبانو د تحریک قیام د دې لپاره و چې هیوادوال له تنظیمي هرج و مرج او خانه جنګي څخه وژغوري او د ژوند لپاره سوله ایز چاپیریال ورته مهیا کړي.

بله دا چې په اوس وخت کې اسلامي امارت په خپلو رسمي بیاناتو کې همیشه د مؤثرو او منتجو مذاکراتو لپاره اماده ګي ښودلې او ویلي یې دي چې دوی هغو خبرو اترو ته چمتو دي چې په واقعي ډول د جګړې عامل( اشغال) محو کړي او هیواد له پایدارې سولې برخمن کړي. سولې ته د طالبانو په تعهد ځکه شک نشي کیدلای چې اصلا د روانې جګړې اصلي قربانیان او تر ټولو ځوریدلي خپله طالبان او د هغوی اکثریت ملاتړي د افغانستان د اطرافي سیمو اوسیدونکي دي، هغوی چې روزانه د یرغلیزې جګړې بیه پرې کوي، له شهادتونو، تکلیفونو او ورانیو سره سره د خپل کور او کلي پریښودلو ته مجبوریږي، نو په دې اساس د جګړې زیان ښه پیژني او د سولې اهمیت تر بل هر چا ښه ورته نمایان دی.

پنځم: که د جګړې یو اړخ( طالبان) په افغانستان کې سوله یو مهم ضرورت بولي، بالمقابل بل اړخ ( امریکایي یرغلګر) بیا نه غواړي چې په دې هیواد کې سوله راشي. امریکایان افغانستان ته د سترو نړیوالو او منطقوي اهدافو د تعقیب لپاره راغلي دي. د دوی ستراتیژي دا ده چې افغانستان همیشه باید په جګړه کې وساتل شي، تر څو دلته له جګړې څخه اغیزمن یو کمزوری او ګوډاګی نظام حاکم وي، داسې نظام چې له سیاسي اعتبار نیولې تر پوځي، لوژیستکي او هر ډول مرستو پورې امریکا ته ضرورت ولري. امریکایان پوهیږي چې دغسې نظام چې د دوی د مرستو منت بار وي بیا هیڅکله دا جرأت نه شي کولای چې له امریکایانو وپوښتي چې دوی د څه لپاره راغلي او د افغانستان له ځمکې او فضاء په استفاده کوم نړیوال اهداف تعقیبوي؟؟

د کمزوري او ګوډګي نظام په شتون کې امریکایان د افغانستان ټول امکانات د اوس په شان همیشه بې پوښتنې استعمالولی شي، په افغانستان کې د خپلو مختلفو بمونو، الوتکو، جنګي ټیکنالوژۍ او نورو وسائلو تجربې کولای شي، او دا هیواد چې د اسیا زړه او یا بام بلل کیږي د چین، روس او شاوخوا نورو هیوادونو د څارلو لپاره د یوې مورچې په حیث کارولی شي. متل دی وایي( لیوه له خدایه باد او باران غواړي) امریکایان هم د خپلو نړیوالو اهدافو لپاره په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي نو ځکه نه یوازې سوله په رسمیت نه پیژني بلکې په وړاندې یې په خپل ټول توان خنډونه هم ایجادوي.

شپږم: د سولې اړوند شپږم واقعیت دا دی چې د کابل ګوډاګی رژیم چې له انتصاب او اکمال نیولې تر ورځینو مشورو پورې هر څه یې له امریکایانو سره غوټه دي د خپلو امریکایي بادارانو په لارښوونه کټ مټ له سولې سره د هغوی په شان چلندکوي.

د کابل رژیم که څه هم په تبلیغاتو کې سوله خپل هدف بولي اما په عملي برخه کې یې د سولې په نام داسې طرحه په مخ اخیستې چې نه معقولیت لري او نه هم د سولې لپاره د کومې لاسته راوړنې تمه ترې کیدلای شي. له تیرو شاوخوا پنځلس کلونو راهیسې چې د کابل رژیم د سولې په نوم لومړی د صبغة الله مجددي په مشرۍ کمیټه جوړه کړه او بیا یي د برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا رامنځته کړه، حکومتي چارواکي سوله یوازې دې ته وایي چې مخالف لوری(طالبان) دې پرته له قید او شرطه وسله په ځمکه کیږدي او د دوی د سولې له ډراماتیک بهیر سره دې یو ځای شي چې دوی ورته په غاړو کې څو پلاسټیکي ګلان واچوي او په ټیلویزیون یې تصویرونه وښيي.

دوی فکر کوي لکه طالبانو چې تیر اوولس کلن جهاد یوازې د دې لپاره کړی وي چې په غاړه کې یې د سولې شورا پلاسټیکي ګلان ور ځوړند کړي. کلا وحاشا . . . روان جهاد چې په درنو قربانیو تر دې ځایه رارسیدلی ستر ستر دیني او ملي اهداف له ځان سره لاري او په یوه ارزښتناکه نظریه باندې استوار دی.

د کابل رژیم د سولې په اړه دا دا خبره نه مني هغه چې وایي( د سولې توافق د یوڅه له لاسه ورکولو او د یو څه لاسته راوړلو ته ویل کیږي) مطلب دا چې د سولې توافق ته د رسیدلو لپاره باید یو څه له لاسه هم ورکړل شي، په ځینو برخو کې تنزل او تسامح وشي او که چیرې له لویه سر ه (د میم زر ما ټول زما ) فکر موجود وي نو سوله به هم داسې له بندبست سره مخامخ وي لکه همدا اوس. د کابل رژیم که واقعا د سولې په ارمان وي نو باید د خپلو امریکایي ملاتړو له شتون څخه صرف نظر وکړي، تر څو د طالبانو اساسي شرط پوره او د سولې یوه واقعي توافق ته لاره هواره شي.

اووم: او د پای خبره دا چې له سولې سره تر ټولو ستر ظلم رسنیو او میډیا کړی دی، د افغانستان رسنۍ چې نږدې ټولې د امریکایانو لخوا اکمالیږي د سولې په اړه هم هغه خبرې ګردانوي چې د امریکایانو لخوا ورته په غوږ کې څڅول کیږي. رسنۍ د دې په ځای چې د سولې اړوند واقعیتونه بیان کړي، یوازې دې خبرې ته لګیدلي چې سوله یوازې د طالبانو په یو اړخیزه تسلیمۍ سره راتلی شي. رسنۍ پرته له دې چې د امریکایي اشغال موضوع د سولې د اساسي خنډ په حیث یاده کړي په یو طرفه توګه یوازې طالبان د سولې دښمنان معرفي کوي.

دا چې په افغانستان کې په لسګونه زره امریکایي پوځیان شتون لري، دا چې امریکایي جنرالان روزانه د پوځي عملیاتو ارقام اعلانوي، دا چې امریکایي الوتکې او جنګي چورلکې شپه ورځ د هیوادپه فضاء کې غومبر وهي او د جګړې بدمرغي خپروي او دا چې امریکایي ولسمشر د افغانستان لپاره جګړه ایزه ستراتيژي اعلانوي او په تعقیب یي اشرف غني په ډاګه وایي چې موږ له طالبانو سره نور مذاکرات نه کوو او سوله به د جګړې په زور ترلاسه کوو، یعني په طالبانو پوځي بریا به خپلوو. رسنۍ د امریکایي لوري دغه جګړه مار ادبیات کله هم د سولې وژونکي نه بولي او نه هم د سولې په موضوع کې له دغو سوله وژونکو عواملو څخه یادونه کوي. بلکې رسنۍ یوازې دې ته لګیدلي چې څرنګه د طالبانو پوځي بریدونو ته په سل قسمه دروغو ناوړه انعکاس ورکړي او طالبان د سولې د دښمنانو په حیث معرفي کړي.

د سولې له موضوع سره د رسنیو دې ظالمانه چلند د سولې به اړه د ډیری عامو خلکو افکار هم ګمراه کړي دي، اوس داسې خلک ډیر دي چې د سولې په موضوع کې یوازې طالبان ملامت بولي، څه موده وړاندې چې په کابل کې یو شمیر ځوانانو او مدني فعالانو د ( د افغان پرلت) په نوم د کابل حضوري چمن کې د سولې غوښتلو لاریون پیل کړ، نو خواستونه یې ټول طالبانو ته متوجه وو. دغه راز چې په هلمند کې چې د سولې لپاره لاریون او اعتصاب پیل شو، نو شعار یې دا و چې ( طالبه نور به سوله کوې!) د هلمند لاریون والو خو دا هم وویل چې دوی به د سولې غوښتلو لپاره د طالبانو تر واک لاندې سیمې موسی کلا ته لاړ شي او طالبانو ته به د سولې په اړه سوال زارۍ وکړي.

په همدې ورځو کې د جرمني هیواد دفاع وزیره افغانستان ته راغله او ویي ویل چې دې هیواد ته به نور عسکر هم راولیږي، دغه راز امریکایي جنرالانو هم په راتلونکې کې د جګړې د سختولو ګواښ وکړ، خو د کابل او هلمند پرلت والو د خارجي یرغلګرو د دې جګړه مارو ګواښونو په اړه هسې تشه یادونه هم ونکړه او نه یې هغه د سولې پر ضد وبلل. دا چې دوی یوازې له طالبانو د سولې خواست کوي ځکه نامعقوله ده چې جګړه اصلا د دوو اړخونو تر منځ متخاصم چلند ته ویل کیږي او تر څو چې دواړه اړخه د سولې په اړه ونه پوښتل شي او سولې ته ودار نه شي که یو اړخ سولې ته تن کیږدي هم سوله نه راځي.

د خارجي اشغالګرو په شتون کې د سولې خواستونه، زارۍ، اعتصابونه او منډې ترړې داسې مثال لري لکه د پاکو اوبو په یوه لوښي کې چې مرداري لویدلې وي، خو د لوښي څښتن پرته له دې چې له لوښي څخه مرداري لرې کړي یوازې په زاریو او فریادونو د اوبو د پاکوالي غوښتنه کوي.

معلومه خبره ده او تاریخي حقیقت دی چې تر څو خارجي اشغال موجود وي په وړاندې به یې جهادي مقاومت هم د لازمي نتیجې په حیث موجود وي او په دې حساب د سولې ارمان نیمګړی پاته وي. نن سبا د سولې لپاره تر ټولو لومړنی او ضروري کار دا دی چې په بهرنیو اشغالګرو فشار وغورځول شي تر څو له افغانستانه ووځي. هغه لاریونوال چې له طالبانو د سولې خواست کوي، که د باګرام او نورو امریکایي اډو تر مخ د سولې غوښتلو لپاره کیږدۍ ووهي او لاریون پیل کړي، نو ایله به یې د سولې اصلي ادرس پیژندلی او اغیزناک کار ترسره کړی وي.

.