کور / سياسي / د حنیف اتمر څو وروستيو سفرونو ته لنډه کتنه

د حنیف اتمر څو وروستيو سفرونو ته لنډه کتنه

ليکنه: ا – ځواک

د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره پر پوله د پوځ د غرنۍ د لوا پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

اتمر له چیني لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ښه‎والي خبرې کړې دي.

نوموړي د چین لوی درستیز، لي زوچینګ سره له چین سره د هېواد پر ګډه پوله د پوځ د یوې غرنۍ د لوا پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

اتمر همداراز زوچینګ ته له افغانستان څخه د لیدو بلنه ورکړې ده.

چې دا په اصل کې د دوو ګاونډیو هېوادونو له پاره وړ اقتدامدی او بل خوا به له دې لیدنې کتنو سره د افغانستان او چین زړې او خوږې اړیکې نورې هم غښتلې شي.

بلخوا که یاده غرنۍ لوا جوړه شي دا به نه یوازي د افغانستان او چین دپاره د پولې د امنیت په ښه والي کې رغنده رول ولوبوي بلکې د نورو مغرضو هېوادونو د لاس وهنې په مخ نیوی کې هم ښه رول لوبولای شي.

د یادولو وړ ده چې چین پخوا هم د افغانستان د سولې او امنیت په ټینګولو کې ډېرې هڅې کړي دي او هیله ده چې د یوه دوست هېواد په توګه به په دې ډګر کې خپلې نورې هڅې هم نه سپوي دا ځکه چې چین هم اړ دی چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي تر څو دوی په سیمه خپله اقتصادي راکړه ورکړه غښتلې کاندي او د آسیا د زړه په توګه د خلکو زړونه لاس ته راوړي او خپل اقتصادي رګونو له همدې ځایه پیاوړي کاندي.

ښاغلي اتمر په خپل درې ورځني سفر کې چې (شنبې د غوايي ۱) پای ته ورسېد د چین د بهرنیو چارو له وزیر، وانګ‎يي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د شانګهای تړون غړو هېوادونو ونډه زیاته شي.

دواړو لور د افغانستان د سولې بهیر، اقتصادي اړیکو او دو اړخیزو همکارو باندې ټينګار کړی دی چې له دې سره په افغانستان کې د سولې د راتلو هیلې نورې هم غښتلې کېږي او په همدې هیله چې د ښاغلي اتمر یوازینۍ هیله هم همدا وي.

پاکستان، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبِکستان او هند د شانګهای تړون غړي هېوادونه دي چې راتلونکې ناسته به یې د روان زیږدیز کال جون میاشت کې ترسره شي.

چې کېدای شي د ملي امنیت سلاکار له دې هم ښه ګټه پورته کړای شي بل خوا نوموړی د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته ولاړ او هلته یې له یو شمېر روسي چارواکو سره وکتل.

ښاغلی اتمر په مسکو کې په اتم امنیتي کنفرانس کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او په ځانګړې توګه د داعش د فعالیتونو پر مخنیوي او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداراز نوموړي د چين، ايران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان د ملي امنيت له سلاکارانو سره پر امنيتي همکاريو خبرې وکړي.

نوموړي د روسیې په سوچي ښار کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د نهم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ښاغلي جنرال الپیر ایسیر سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه کې د شته امنیتي او تروریستي ګواښونو په اړه د ستراتیژیکو بحثونو په ترڅ کې، ټینګار وکړ چې ترهګري د سیمې او نړۍ له پاره ګډ ګواښ دی او د مخنیوي له پاره یې د سیمې او نړۍ هیوادونه مسولانه او صادقانه اقداماتو ته را وبلل.

ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان ځواکونه د دې ترڅنګ چې له خپلو خلکو او ولس څخه دفاع کوي، له ترهګریزو ګواښونو څخه د سیمې او نړۍ د خوندیتوب په موخه د جنګ په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي. ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې ترهګر او په جرمي اقتصاد کې ښکېلې کړۍ د سیمې له پاره په خطرناک ګواښ بدلیدونکي دي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه یې باید په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

د ترکیې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جنرال الپیر ایسیر د ترهګرۍ پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې د افغان ځواکونو له سرښېندنو او مبارزې قدرداني وکړه او په سیمه کې یې د افغان ځواکونو مبارزه مهمه وبلله.

ښاغلي ایسیر زیاته کړه، چې هېواد یې په سیمه او نړۍ کې مخ پر وده تروریستي ګواښونو ته توجه لري او د مخنیوي په برخه کې یې پر مشترکو اقداماتو ټینګار وکړ. ښاغلي ایسیر د جرمي اقتصاد دوام بل ګواښ و باله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري او جرمي اقتصاد له یو بل سره ژورې اړیکې لري.

اوس به راشو تر ټولو مهم ټکي دي چې هغه د سیمې امنیت دی، د سیمې ژغورنه او څارنه د داعش د فعالیتونو مخنوي او په ټوله کې د تروریستي فعالیتونو مخنوی او د هغو د هغوی روزنیزو مرکزونو له منځه وړلو او ځپلو په وړادې وړ اقتدام کول او یوه مشخصه اجندا ورته جوړول چې په سیمه کې کوم هېواد دې کړنو ته لمن او کوم هېوادونه یې په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

که خبره په لنډ ډول رانغاړو د پاکستان پوځ او آی ایس آی چې په سیمه کې د ترویستي فعالیتونو بنسټ او اساس کزار شمېرل کېږي باید بې سیاری فشار راوړل شي تر څو د سیمې هېوادونه او حتی نوره نړي له دې مشکلاتو نجات پیدا کړي دا خو هم معلومه ده چې اوس په سیمه نور هېوادونه هم ښکیل دي او که دا وضعیت همداسې روان وي له شک پرته چې ټول به زیانمن شي.