کور / د ډيورنډ کرښه / په کوټه کي هزاره توکمو د حکومت پر ضد لاريون جاري ساتلی دی

په کوټه کي هزاره توکمو د حکومت پر ضد لاريون جاري ساتلی دی

پرون په کوټه کي د هزاره توکمو ټولني د خپل امنيت لپاره د حکومت پر ضد لاريون راپيل کړ.

په کوټه کي د هزاره وو ټولنه وايي، له تېري يوې مياشتي راهيسته په کوټه کي ددوی پر وګړو هدفي بريدونه کېږي او حکومت په دې هکله هيڅ اقدام نه دی کړی.

د هزاره ټولني يو مشر عبدالخالق هزاره وايي، دا لاريون يې د خپلو وګړو د خوندي کولو او امنيت راوستلو په خاطر راپيل کړی دی او ترهغو به کورونو ته ولاړ نه سي چي د امنيت ډاډ نه وي ورکول سوی، د نوموړي په خبره له وختو وختو راهيسته حکومت ته په چيغارو او بغارو ستړي سوو چي امنيت مو را خوندي کړي، خو له بده مرغه حکومت مو غوښتني بابېزه ګڼي.

نوموړی وايي: حکومتي چارواکي موږ ته وعدې راکوي چي د هدفي وژنو پر ضد عمليات پيلوو، خو لا هم زموږ هزارګان وژل کېږي، آن تردې چي بريدګر حکومت ته هم اخطار ورکوي او اعلانيه وايي چي هر ځای مو هزاره وموندی و به يې وژنو.

عبدالخالق هزاره وايي، له دې مالومېږي چي حکومت ددوی امنيت ساتلو ته ژمن نه دی او ددوی له تشو وعدو مالومېږي چي د هدفي وژنو  له منځه وړلو ته هيڅ لېواله نه دی.

له تېري يوې مياشتي راهيسته په کوټه کي  په هدفي وژنو کي  تر ۲۰ ډېر وګړي وژل سوي چي ډېری يې هزاره توکمه دي.

په کوټه کي دې لاريون ته ښځي او ماشومان هم راغلي دي ، ددوی په وينا که مو حکومت غم ونه خوري ملګرو ملتو ته به خپل ږغ ورسوو.